د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبغاړو سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره د مینه والو د ځلونو غوښتنو څخه وروسته، د افغانستان روشن غوره لیګ مرکزي دفتر د لوبغاړو څخه وغوښتل ترڅو په دې اوونۍ کې کابل ته راشي او د ټولنیزو رسنیو په برخه کې زده کړې وکړي.
لوبغاړي کولای شي د خپلو ورځنیو فعالیتونو، د تمریناتو خپرونو او یا هغه شیان چې د هغوی د خوښې وړ دي او یا نه دي په اړه خپل انځورونه او وړاندیزونه، پُست کړي. مینه وال باید په تمه او چمتو اووسي ترڅو د افغانستان روشن په غوره لیګ کې د خپلې خوښې وړ لوبغاړو د پستونو په اړه وړاندیزونه، وړاندې کړي.
د هغه لوبغاړو لیست چې تر اوسه بریالي شوي ترڅو د ټولنیزو رسنیو زده کړې پای ته ورسوي، په لاندې ډول دي: د شاهین آسمايي لوبډلې څخه محمد آزاد او زین الدین شریفي، عقابان هندوکش لوبډلې څخه ایمل ګرېوال، اباسین څپې لوبډلې څخه سلیم او سید عبدالله سادات، موج های آمو لوبډلې څخه مسعود او بریالی قاري زاده، د میوند اتلان لوبډلې څخه سید باقر آقا او فریدون همدرد او د سپين غر بازان لوبډلې څخه رفیع بارکزی.
د افغانستان روشن غوره لیګ د دې لوبغاړو څخه هر یو په فیسبوک کې د جلا پاڼې درلودونکي دي چې په لاندې ډول ده:
شاهین آسمايي: https://www.facebook.com/APL.ShaheenAsmayee
عقابان هندوکش: https://www.facebook.com/APL.OqabanHindukosh
د سپين غر بازان: https://www.facebook.com/APL.DeSpingharBazan  
د میوند اتلان https://www.facebook.com/APL.DeMaiwandAtalan:
طوفان هریرود: https://www.facebook.com/APL.ToofanHarirod
موج های آمو:             https://www.facebook.com/APL.MawjhaiAmu
سیمرغ البرز: https://www.facebook.com/APL.SimorghAlborz
د اباسین څپې: https://www.facebook.com/APL.DeAbasinSape