د افغانستان روشن غوره لیگ سیمه اییز ټورنمنټونه یو ځل بیا پیلیږي

د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه د غوره لیګ د لوبغاړو د ټاکلو اصلي میدانونه دي. سږ کال به یو ځل بیا دا ټورنمنټونه د افغانستان په اتو بیلابیلو زونونو کې په لاره واچول شي چې په هر زون کې به له څلورو تر پنځو ولایتونو پکې ګډون وکړي. په دې ټورنمنټ کې لوبیدونکي لوبغاړي به خپلې وروستۍ هڅې وکړې تر څو وکولای شي د خپلو فوټبالي مهارتونو او وړتیاوو په ښودلو سره د اته ګونو زونونو ورستیو لوبډلو ته لاره پیدا کړي. سږ کال به د دوهم  ځل لپاره له تاجکستان او ازبکستان هیوادونو څخه د فیفا د الف درجې روزونکي د افغاني روزونکو په ملاتړ د هر زون مرکز ته سفرونه وکړي تر څو د خپلو لوبډلو لپاره تر ټولو ښه استعدادونه وټاکي. دا چاره به په اصلي ټورنمنټ کې د سیالیو د کچې په لوړوالي کې عمده رول ولوبوي؛ موږ او تاسو به د افغانستان روشن غوره لیګ په پنځم پړاو کې له تخنیکي اړخه د سیالیو د کچې د لوړوالي شاهدان اوسو. 

ټاکل شوې ده چې دا ټورنمنټونه سږ کال د اتو لوبډلو په ګډون د وري په اوومه نیټه پیل شي. د شنه لوبغالي لومړنۍ خپرونه به د وري په ۲۰ مه نیټه نشر شي.