د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د افغانستان فوټبال په تاریخ کې یوه بله هیجانوونکې او د پام وړ لړۍ وه. دا څپرکی د افغانستان د اتو حوزو په استازېتوب، د اتو لوبډلو تر منځ ډېر هیجانوونکي سیالیو سره په لاره واچول شو. د پچه‎اچونې پر اساس، د سپین‎غر بازان، عقابان هندوکش، سیمرغ البرز، او موج‎های آمو په «ب» ټولګې کې د یو بل پر وړاندې ولاړل. په داسې حال کې چې، په «الف» ډلې یا د مرګ ډلې کې، د شاهین آسمایي، د میوند اتلان، طوفان هریرود، او د اباسین څپې د یو بل پر وړاندې ولاړل. همدارنګه د ډله‎ییز پړاو په پای کې د هر یوې ډلې دوه ټیمونه په نیمه‎پایلني پړاو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدل. 

سیمرغ البرز او موج‎های آمو د «ب» ډلې څخه، او شاهین آسمایي د میوند اتلان سره د «الف» ډلې څخه، هغه لوبډلې وې چې د ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو سیالیو ته یې لاره وموندل. سیمرغ خپل تګ لوبه د ۸ – ۱ پایلې سره شاهین آسمایي ته وبایلل، په داسې حال کې چې، وروستۍ لوبه یې په خپل کور کې د ۳ – ۲ پایلې سره خپل په ګټه پای ته ورسول مګر دا یوه ناوخته او بې‎ګټې بریا وه. موج‎های آمو د خپل نیمه‎پایلني دواړو لوبو کې د خپل پیاوړي سیال (د میوند اتلان) پر وړاندې ماتې وخوړل. په دوام کې، د موج‎های آمو او سیمرغ البرز لوبډلې د دریم مقام ترلاسه کونې لپاره د یو بل پر وړاندې ولوبېدې دا په داسې حال کې وه چې د میوند اتلان او شاهین آسمایي د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د یو بل پر وړاندې ودرېدل. 

سیمرغ البرز د موج‎های آمو پر وړاندې ۱ – ۰ پایلې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دریم مقام ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې موج‎های آمو په څلورم مقام کې تم شو. 

په پای کې، د میوند اتلان او شاهین آسمایي لوبډلې په یوې ګرانې سیالۍ کې، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ولاړل، په داسې حال کې چې، اتلان و نه شو کولای دې سیالۍ کې د خپل سیال پر وړاندې د ۲ – ۱ ماتې څخه مخ‎نیوی وکړي. له دې ماتې سره، د میوند اتلان لوبډله په دوهم مقام او شاهین آسمایي، د پلازمېنې په‎زړه‎پورې لوبډله، له دې بریا سره د افغانستان روشن غوره لیګ په تاریخ کې د دریم ځل لپاره خپل نوم د اتل په توګه ثبت کړ. 

د دې ټورنمنټ غوره لوبغاړي ډالۍ د میوند اتلان منځنې کرښې لوبغاړي، یارمحمد ذکرخېل ته ورکړل شوه. په همدې توګه، امرالدین شریفي، د شاهین آسمایي بریدکوونکی د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سرو زرو بوټ ترلاسه کړ. د افغانستان روشن غوره لیګ د پنځم څپرکې زړورتوب لوبې (منصفانه لوبې) جایزه د طوفان هریرود لوبډلې ته ورکړل شوه. 

لږ تر لږه ۱۸.۶ میلیون لیدونکي د هېواد د ننه او بهر، د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې له لارې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ ننداره کړه. سربېره پر دې، له ۷۰۰۰ څخه زیاتره ننداره‎چیان د دې لوبې نندارې لپاره د افغانستان فوټبال فډراسیون ته راغلل. 

تاسو کولای شئ د دې سیالیو په زړه‎پورې او غوره شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.