سږ کال په خپل کور کې له سختو حالاتو سره سره د موج های آمو لوبډلې وکولای شول چې د خپلو لوبو په تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبو کې د نیمه پایلوبې پړاو ته لاره پیدا کړي.

دوی د خپلو ګروپي سیالیو په لړ کې د اباسین څپې لوبډلې ته هم ماتې ورکړې وه او په دې سره يي د افغانستان روشن غوره لیګ په څلورم پړاو کې د فیفا د میړنۍ لوبې جایزه تر لاسه کړه.

د موج های آمو لوبډلې په ګروپې سیالیو کې له سپین غر بازانو سره خپله لوبه مساوي کړه خو د عقابان هندوکش په وړاندې بیا د سیالۍ په ګټلو بریالي نه شول.

په نیمه پایلوبو کې دوی له شاهین آسمايي لوبډلې سره مخامخ شول چې په لومړۍ لوبه کې يې د ۳-۲ په پایلې سره ماتې وخوړه او که څه هم دوی خپله دوهمه سیالي مساوي کړه خو په پای کې د ټولیزي پایلې په نتیجه کې د نیمه پایلوبو بایلونکي اعلان شول.

نیمه پایلوبو ته وتل په خپل ذات کې د موج های آمو لپاره غټه لاس ته راوړنه وه په دې چې دا لومړی ځل وو چې دوی د افغانستان روشن غوره لیګ د لوبو په تاریخ کې د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړې وه.