د شاهین آسمایي لوبډلې چې دوه ځله يې د افغانستان روشن غوره لېګ اتلولي تر لاسه کړې ده، یو ځل بیا وکولای شول چې د دریم ځل لپاره هم د افغانستان روشن غوره لیګ پایلوبې ته لاره پیدا کړي. شاهین آسمايي د افغانستان روشن غوره لېګ د لوبډلو له منځه یوه غښتلې لوبډله ده او سږ کال يې په خپلو لوبو سره یو ځل بیا خپل مینه وال ناهیلي نه کړل.

شاهین آسمايي په خپلې لومړنۍ لوبه کې د ۳-۱ په پایلې سره د سیمرغ البرز لوبډلې له لورې ماتې وخوړه خو په پاتې دوو سیالیو کې يې د طوفان هریرود او د میوند اتلانو په وړاندې خپله اصلي لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د دې دواړو لوبډلو په ماتولو سره يې د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه.

په پایلوبه کې شاهین آسمايي لوبډله د سپین غر بازانو لوبډلې سره مخامخ شوه چې په دې لوبه د سپین غر بازانو لوبډلې د ښکلې لوبې په پایله کې د شاهین آسمايي لوبډله تر سخت فشار لاندې وه. د سپین غر بازانو لوبډله چې له ځوانو لوبغاړو څخه برخمنه وه د شاهین لوبډله يې تر خپل فشار لاندې راوستلې وه خو د شاهین لوبډلې هم تر خپلو وروستیو سلګیو مبارزه وکړه. په پای کې د سپین غر بازانو لوبډلې د پینالټي شوټونو په زړه راښکونکې مرحله کې د ۵-۴ په پایلې سره د افغانستان روشن غوره لېګ د اتلولۍ جام کور ته یووړ.