ټاکل شوې ده د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو ټورنمنټ د تلې له څلورمې تر لسمې نیټې پوري د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي. په دې سیالیو کې به د کابل، هرات، بلخ او بامیانو څلور لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو ټورنمنټ د جام د ګټلو لپاره یو د بل په وړاندې د سیالیو ډګر ته ووزي.

دا به د هیواد په کچه د ښځو د فوټبال دوهم ټورنمنټ وي چې تر دا مهاله په هیواد کې په لاره اچول شوی ده. تیر کال، د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د فوټبال لومړنی تاریخي ټورنمنت، د افغان ښځو د فوټبال د پرمختګ لپاره خورا مهم ګام وو.

په دې سیالیو کې به څلور لوبډلې د یوه حذفي ټورنمنټ په بڼه له یوه بل سره څلور لوبې تر سره کړي. دوې لوبډلې چې تر ټولو زیات امتیازونه تر لاسه کوي د دې ټورنمنټ پایلوبې ته چې د تلې په لسمه نیټه به تر سره شي، لاره پیدا کوي.

د تلې په څلورمه نیټه به کابل لوبډله چې د تیر کال دفاعي اتله ده د بامیانو له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووزي. د دې لوبو په دوهمه سیالۍ کې چې د تلې په پنځمه نیټه تر سره کیږي،  د هرات لوبډله له بلخ لوبډلې سره مخامخ کیږي.

ټاکل شوې ده دا لوبې د سهار په لسو بجو شروع شي، ټولې درنې خویندې او کورنۍ کولای شې دا لوبي په آزادانه ډول له نږدې څخه وګوري.

دا ټورنمنټ به له لمر او طلوع تلویزیونونو او همدارنګه له آرمان او آراکوزیا ایف ایم راډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه نشر شي. د دې لوبو مهم خبرونه به د افغانستان روشن غوره لیګ له رسمي ویبپاڼې او همدارنګه د دې لیګ له ټولنیزو شبکو څخه تر پوښښ لاندي راشي.