د عقابان هندوکش ټیم د افغانستان آمریکايي پوهنتون د نوي او پخواني ځای نه لیدنه وکړه. هغوی د پوهنتون په نوي او پراخ ځای کې د پوهنتون د فوټبال ټیم سره یوه دوستانه لوبه ترسره کړه. د لوبې نه وروسته، هغوی د پوهنتون د پخواني ځای او کتابتون څخه لیدنه وکړه، د شاعرۍ په ټولګي کې ګډون وکړ او د پوهنتون د زده کوونکو سره یې خبرې اترې وکړې. د دې پوهنتون رئیس، ښاغلي اسمیت د دې څخه چې لوبغاړو د دې  پوهنتون څخه کتنه وکړه ډېر خوښ شو.