هغه ۱۶ لوبډلو چې د اروپا د اتلانو په لیګ کې له ګروپي پړاو څخه يې دوهم پړاو ته لاره پیدا کړه، د یوې تازه قرعه کشي پر بنسټ خپلو سیالانو ته ور وپیژندل شوې.

د یادې قرعه کشي پر بنسټ به د ارسنال لوبډله د بارسلونا په وړاندې او د چلسي لوبډله به د پی اس جي په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي. ارسنال په تیرو پنځو کلونو کې په دې نه ده توانیدلې چې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي. پنځه کاله مخکې کله چې ارسنال په همدې پړاو کې له بارسلونا سره مخامخ شوه، د ۲-۱ په پایلې سره د بارسلونا له خوا له ماتې سره مخامخ شوه.

د چلسي او د فرانسې د لومړي لیګ د اتلې لوبډلې لوبه به د تیر کال د لوبې یو تکرار وي. تیر کال پی اس جي د چلسي په کور کې د ۲-۲ مساوي پایلې وروسته په برګشت لوبه کې وکولای شول چې یادې لوبډلې ته سخته ماتې ورکړي.

په همدې حال کې د رافایل بینیټز په روزنه کې د ریال مادرید لوبډله د ایټالیا د الف لیګ د اتلې لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وزي. رونالډو په ګروپي پړاو کې د ریکارډ ۱۱ ګولونو تر ترسره کولو وروسته په ډیر ښه فارم کې دی او کوښښ به کوي تر څو د خپلو ګولونو شمېره نوره هم پسي زیاته کړي.

د تیر کال په پایلوبه کې لوبیدونکې لوبډله سږ کال له یوې سختې ازموینې سره مخ ده؛ د جیوینټوس لوبډله به د جرمني د غوره لیګ بونډیس لیګا د اتلې، بایرن مونیخ په وړاندې لوبه وکړي. په ګروپي لوبو کې د بایرن مونیخ لوبډلې په (F) ګروپ کې د ۱۵ نمرو په درلودلو سره د یاد ګروپ د جدول په سر کې ځای موندلی وو.

په بله لوبه کې مانچیسټر سیټي د ډینامو کیو په وړاندې، زینټ د پرتګالۍ بینیفسیا په وړاندې، اتلیتیکو مادرید د پی اس وي په وړاندې او همدارنګه ولفسبرګ د جینټ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وزي.

د دې لیګ لومړۍ لوبې د لیندۍ له ۲۷ بیا د کب تر پنځمې نیټې تر سره کیږي. همدارنګه د برګشت (راتګ) لوبې به د روان کال د کب میاشتې له ۱۸ مې تر ۲۶ مې نیټې تر سره شي.