نن د ۱۳۹۵ کال د وږې ۱۹ نېټه، د هېواد د شمال ختیځ استازی، «موج‎های آمو»، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «سپین‎غر بازان» پر وړاندې ځي. دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نهمه لوبه ده چې د دې سیالیو په دریمې اونۍ کې په لاره اچول کېږي. 

موج‎های آمو په خپل لومړۍ سیالۍ کې وکولای شو عقابان هندوکش له خپل مخه پورته کړي مګر په دوهمې لوبې کې د ۴ – ۱ پایلې سره د سیمرغ البرز څخه مغلوب شو. اوس‎مهال، هغوی باید دې سیالۍ کې د ۳ امتیازونو ترلاسه کونې لپاره بشپړې هلې‎ځلې وکړي که نه نو د ډله‎ییز پړاو څخه د هذف کېدنې خطر سره مخامخ کېږي. 

د سپین‎غر بازان لوبډله د سیمرغ البرز پر وړاندې د ۲ – ۲ مساوي پایلې له امله ډېره مأیوسه شوه او په خپل دوهمې سیالۍ کې د عقابان هندوکش پر وړاندې ۰ – ۰ مساوي پایلې سره تم شوه. دې لوبډلې تر اوسه پورې ۲ امتیازونه ترلاسه کړي او که په وروستې سیالۍ کې یې مناسبه امتیازونه تر لاسه نه کړه نو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته د لارې موندنې چانس له لاسه ورکوي. 

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال د اتلولي سرلیک ګټونکي لپاره د دې میدان بریا ډېره اړینه ګڼل کېږي. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵