امید بهار په کابل کې د مېوې د تولید لومړنی شرکت دی چې د کلونو په لړ کې یې خپل پرمختګ ته ادامه ورکړې ده په داسې حال کې چې اوس مهال پاکستان او ایران هېوادونو ته خپل محصولات صادروي. لوبغاړو وروسته د ځانګړو جامو د اغوستو څخه د مېوې د اوبو د تولید او بسته بندۍ د پروسې په لړ کې د نژدې څخه ګډون وکړ. په عین حال کې د مدرنو دستګاوو د کارکوونکو سره خبرو اترو د هغوی پام ځان ته جلب کړ. د دوو ودانیو د بیاکتنې نه وروسته لوبغاړو ته د مېوو د تازه او یخو اوبو په ورکولو سره هرکلی وشو. سربېره پر دې، لوبغاړي د دې بیاکتنې څخه ډېر خوښ ښکارېدل او د امید بهار کارکوونکي هم د غوره لیګ د دې ټیم د لوبغاړو په لیدو حیران شوي