په بدخشان ولایت کې د افغانستان روشن غوره لیګ د شمالختیز څلورورځنی سیمهییز ټورنمنټ (شین میدان)، د فیضآباد په ښکلی ښار کې ترسره شو. دا سیالۍ د غبرګولې له ۱۴ نېټې څخه تر ۱۷ نېټې پورې د موجهای آمو د لومړني ترکیب د لاسته راوړو لپاره په لاره واچول شوې. د افغانستان د شمالختیز سیمې څخه د بدخشان، کندوز، تخار، او بغلان ولایتونو څخه څلورو لوبډلو په دې پاروونکي سیالیو کې ګډون کړی وو.
د دې حیرانوونکي سیالیو د بهیر وروسته، د دې سیالیو اتلولي د کندز لوبډلې ترلاسه کړه. په داسې حال کې چې محمد زکي، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې په ۳ سیالیو کې ګډون کړی وو، د خپل عالي ترسره کونې سره د دې سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی وپېژندل شو.
سږ کال، د آمو لوبډلې تاجیکستاني روزونکي لګامبیردیوف، چې د فیفا او د آسیا فوټبال کونفډراسیون لهخوا د روزنولی ستاینلیک درلودونکی دی، د موجهای آمو لپاره ۱۲ نوي غړي غوره کړه. دا نوي لوبغاړي د ځینې نورو نوي او مخکیني څپرکو ستورو، لکه مسعود قازيزاده، محبوب کاکړ، قسمت احمدي، او حزبالله دشتي سره د افغانستان روشن ۲۰۱۶ کال غوره لیګ د اتلولي لپاره چمتو کېږي. قسمت احمدي هم دې لوبډلې ته نوی راغلی.
موجهای آمو د لومړي ځل لپاره په خپل تاریخ کې وکولای شو چې تېر کال د افغانستان روشن نیمهپایلني پړاو ته لاره ومومي او د مناسبه لوبې (د مېړانې لوبې) ډالۍ یې خپله کړه.
تاسو کولای شی د افغانستان روشن سیمهییز ټورنمنټ (شین میدان) هره پنجشنبې د طلوع او لمر ټلویزونونو له لارې د شپې په ۱۰:۳۰ بجو ننداره کړی. همدارنګه تاسو کولای شی د افغانستان روشن غوره لیګ وروستي خبرونه د افغانستان روشن غوره لیګ په وېبپاڼې او ټولنیزو رسنیو کې وڅاری.