د آسیا ملتونو جام متحده عربي امارات ۲۰۱۹ کال پچه اچونه، پرون د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۴ نېټه، د متحده اماراتو په ابوظبي ښار کې په لاره واچول شوه. 

په دې پچه اچونه کې، ۲۴ لوبډلې په ۶ ټولګو کې ووېشل شوې. د دې پړاو ټولې لوبې په تګ راتګ سیالیو کې د ۱۳۹۶ کال د وږې له ۸ نېټې څخه د ۱۳۹۷ د وږې تر ۷ نېټې پورې، د فیفا په رسمي ورځو په لاره اچول کېږي. 

د دې پچې اچونې پر اساس، ټاکل شوې چې افغانستان د جورډن، ویټنام، او کمبوډیا لوبډلو پر وړاندې ولوبېږي. د هرې ډلې لومړۍ او دوهمې لوبډلې، په ټوله‎ییزه توګه ۱۲ لوبډلې، د آسیا ملتونو متحده عربي امارات ۲۰۱۹ کال نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون لپاره غوره کېږي. 

د دې جام د اصلي بهیر سیالۍ، د ابوظبي، العین او شارجه ښارونو په ۳ لوبغالو کې په لاره اچول کېږي. 

د پچې اچونې پایله: 

الف ډله: قېرقزستان، هند، میانمار، ماکائو. 

ب ډله: شمالي کوریا، هانګ کانګ، لبنان، مالیزیا. 

ج ډله: جورډن، ویټنام، افغانستان، کامبوډیا. 

د ډله: عمان، فلسطین، مالډیو، بوټان. 

هـ ډله: بحرین، ترکمنستان، چین ټایپي، سنګاپور 

ز ډله: فلیپین، تاجیکستان، یمن، نیپال

سربېره پر دې، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتل، شاهین آسمایي، د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام کې د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ او ۱۹ نېټه د تاجېکستان استازي، خوسیلوت لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. 

د آسیا ملتونو متحده عربي امارات ۲۰۱۹ کال سیالیو په اړه او همدارنګه د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال جام په سیالیو کې د شاهین آسمایي په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي پاڼې www.afghanpremierleague.com  او یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. خپل د خوښې وړ لوبډلو د انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه، afghanpremierleague.official لایک کړئ.