د افغانستان فوټبال ملي ټیم فعالیت، په ځانګړي توګه د ۲۳ کلونو څخه کم عمر لرونکو لوبغاړو ټیم په وروستیو نړیوالو لوبو کې د کم زوره کړنې له امله، ځنډول شوی. دا خبر د افغانستان فوټبال فدراسیون او د ملي ټیم مشر روزونکي محمد یوسف کارګر، له خوا په یوې څرګندونې کې خپور شو.

دا پرېکړه د بنګلادیش، هانګ کانګ او ازبکستان په وړاندې د اینچیون په ۱۳۹۳ آسیايي سیالیو کې د ملي ټیم د ماتې څخه وروسته ونیول شوه. د ملي ټیم د ۲۳ کلونو څخه کم عمر لرونکي ډیری لوبغاړي، د افغانستان روشن غوره لیګ اتل، «شاهین آسمايي» ټیم لپاره لوبه کوي.

ښاغلي کارګر زیاته کړه چې د هغه له خوا د لوبغاړو د تمرینونو او کړنو د بیا کتنې وروسته، نور روزونکي او څارونکي به، یو نوی ټیم جوړ کړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون به د ۲۳ کلونو څخه کم عمر لرونکي ټیم د جوړښت لپاره د سیالییزې کچې د لوړوالي په موخه، نوي لوبغاړي وګوماري.

د افغانستان فوټبال فدراسیون او افغانستان روشن غوره لیګ د قطر ۱۴۰۱ نړیوال جام سیالیو کې، د افغانستان فوټبال ملي ټیم د ګډون د خوب د رېښتیا کولو په موخه، د یو بل سره یو ځای کار کوي.