د پچي اچوني دپایلو په اعلان سره دافغانستان روشن غوره لیګ دلوبغاړو او مینوالو انتظار پای ته ورسید.

دروشن افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۴ فصل  دپچي اچوني مراسم دپنجشنبی په شپه دیو پرتمینی غونډی په ترڅ کی دشپی په ۱۰:۳۰ بجې د طلوع او لمر ټلویزیونو له لاري خپاره شول.

د پارلمان وتلې څیره آغلې شکریه بارکزۍ، دکورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی، دروشن مخابراتي کمپنۍ استازی شفیع شریفی او احمد مسعود دکابل پوهنتون استاد ددې مراسمو له ګډون والو څخه وو.

ښاغلي یوسف کارګر دافغانستان دفوټبال فډراسیون فنی معاونخپل رول  دځانګړی کتونکی په توګه ولوباوه.

په دی غونډه کې دروشن افغانستان غوره لیګ لوبغاړو او همدارنګه دافغانستان د میرمنو دلوبډلي لوبغاړو ګډون در لود.

په دې پچه اچونه کې د روشن افغانستان غوره لیګ اته ټیمونه په دوو څلور ټیمه ګروپونو باندي وویشل شول چی د عقابان هندوکش، دسپین غر بازان، موج های امو او داباسین څپی لوبډلی د "الف" په ګروپ او دشاهین اسمایی، دمیوند اتلان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلی د "ب" په ګروپ کی ځای لري.

د روشن افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۴ فصل دسه شنبې په ورځ د وږي په ۵ نیټه پیلیږي او په او ددې فصل لومړۍ لوبه به د عقابان هندوکش او اباسین څپی دلوبډلو تر منځ تر سره شی.

دا لوبي په ژوندۍ او ځانګړي ډول له طلوع او لمر ټلویزیونو او همدارنګه ارمان او اراکوزیا راډیوګانو څخه خپریږي.او همدارنګه کولای شي دا لوبي دافغانستان روشن غوره لیګ د یوټیوب په پاڼه هم وګورئ.www.youtube.com/afghanpremierleague