د بلخ د نجونو لوبډلې د هرات د نجونو د لوبډلې په ماتولو سره وکولای شول د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ پایلوبې ته لاره پیدا کړي. په ننۍ لوبه کې بلخ وکولای شول چې د ۲-۱ په پایلې سره هرات له مخې پورته کړي.

بلخ به د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ په پایلوبه کې چې د تلې په لسمه د جمعې په ورځ تر سره کیږي له کابل لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووزي. دا لوبه به د سهار په لسو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شي.

ننۍ لوبه په ډیره چټکۍ سره پیل شوه او په لومړیو شیبو کې دواړو لوبډلو د یو بل په دروازه باندي خطرناکې حملې تر سره کړې. د لوبې په ۲۸ مه دقیقه کې د هرات فوزیه نوروزي وکولای شول چې د خپلې لوبډلې په ګټه لومړنی ګول تر سره کړي. لومړۍ نیمايي په یوې ډراماتیکې پایلې سره په داسي حال کې پای ته ورسیده چې د مزار نادیه سعیدي وکولای شول چې د لوبې په ۳۷ مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه مساويي کوونکی ګول هم تر سره کړي.

د لوبې په ۵۰ مه دقیقه کې شبانه یوسفي وکولای شول چې د خپلې لوبډلې په ګټه د مخکیوالي ګول تر سره کړي او په دې سره بلخ د ۲-۱ په پایلې سره له هرات څخه مخته شو. د بلخ د دفاعي کرښې لوبغاړو او په ځانګړي ډول د دوی دروازه ساتونکې رقیه حسیني خپلې وروستۍ هڅې وکړي چې د هرات له بریدګرانو څخه خپله دروازه محفوظه و ساتي.

د لوبې په ۵۵ دقیقه کې ستاره د بلخ لوبغاړې د لوبې یوازینی ژیړ کارت تر لاسه کړ.

د لوبې په ۶۹ دقیقه کې د هرات لوبغاړو د مساوي کوونکې ګول  د تر سره کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي خو رقیه حسیني یو ځل بیا وکولای شول چې خپله دروازه وساتي او په دې سره کوم ګول تر سره نه شو او په دې سره بلخ ننۍ لوبه وګټله.

د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ پایلوبه د راتلونکې جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره کیږي، درنې کورنۍ او خویندې کولای شي په آرامه فضا کې له نږدې څخه دا لوبې وګوري.

د ښځو د فوټبال د ملاتړ لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولنیزو شبکو رسنیو او همدارنګه زموږ رسمي انټرنټي پاڼې ته سر ورښکاره کړئ. (www.afghanpremierleague.com)