تیره شپه د اتلیتیکو مادرید لوبغاړو د هسپانیا په بیرنابیو لوبغالي کې د ریال مادرید په وړاندې خپله یو د صفر په وړاندې بریا ولمانځله.

د انتوني ګریزمن د ۵۳ مې دقیقې ګول د ده له لوبډلې سره مرسته وکړه تر څو اتلیتیکو مادرید د دریم پر له پسې وار لپاره ریال ته په خپل کور کې ماتې ورکړي او په دې سره يې په لالیګا کې د ریال مادرید لوبډلې د اتلولۍ خوبونه له خاورو سره خاورې کړل.

زین الدین زیدان د ریال مادرید د لوبډلې د مشر روزونکې په توګه له خپلې لومړۍ ماتې وروسته په خپلو څرګندونو کې د ریال د لوبغاړو له مسلکي والي څخه ناخوښ څرګنده کړه.

له دې لوبې وروسته د ریال مادرید لوبډلې ځیني پلویان سړکونو ته راووتل او د ریال د اوسني رییس فلورینټو پیریز د استعفا غوښتنه يې وکړه.

په عین حال کې زین الدین زیدان وویل چې اتلیتیکو مادرید ته د ده د لوبډلې ماته ډیره دردوونکې ده.