افغان لوبډلې د سویلي آسیا د اتلولیو د ګروپي سیالیو په وروستۍ لوبه کې مالدیف ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول چې د دې لوبو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړي. په یاده لوبه کې داوړو غاړو ښکلي او بریدګره لوبه تر سره کړه خو په پای کې د مالدیف لوبډله د د دې سیالیو دفاعي اتلې لوبډلې ته د ټینګې نه وو.

د افغانستان لوبډلمشر فیصل شایسته وکولای شول چې د لوبې لومړنی ګول تر سره کړي. که څه هم علي فضیر وکولای شول چې د لوبې مساوي کوونکی ګول تر سره کړي خو بیا افغانستان د احمد هاتفي او امید پوپلزي په ګولونو سره د خپلو ګولونو توپیر لا نور پسي زیات کړ.

په دې لوبه کې دواړو غاړو خپل مهم لوبغاړي له لوبې کینولي وو تر څو نورو لوبغاړو ته چانس ورکړي. د افغانستان تر ټولو غوره ګول وهونکی خیبر اماني، نورالله امیري، مسیح سیغاني او کنشکا طاهر هغه لوبغاړي وو چې په یاده لوبه کې له لوبډلې کینول شوي وو. همدارنګه د مالدیف په لوبډله کې هم د اشفق علي او ایماز احمد په ځای هر یو حسن نیاز او احمد نشید ته د لوبې موکه ورکول شوې وه.

په پای کې د مالدیف لوبډلې د افغان لوبډلې د انرژۍ او تخنیک په وړاندې بې وسه وه او دا لوبه يې د ۴-۱ په پایلې سره افغان لوبډلې ته وبایلله. افغانستان د دې لوبې په ګټلو سره وکولای شول نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي او راتلونکې لوبه به د سریلانکا په وړاندې تر سره کړي. همدارنګه مالدیف به د هند په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي.

تاسو کولای شئ د مرغومې په  لسمه نېټه دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې وګورئ.