د روشن افغانستان غوره لیګ د فوټبال د پرمختګ او د ځوانانو د هڅولو په برخه کې مهم رول لوبولی ده. د سهیلي آسیا دکلبونو په ټورنمنټ کې  د روشن افغانستان غوره لیک د اتلي لوبډلي ګډون د افغانستان د فوټبال او افغان  لوبغاړو لپاره  یو ښه زیری ده. دا پریکړه به د افغانستان فوټبال په نړیواله کچه مطرح کړي.

شفیق ګوهري، د موبی ګروپ افغانستان عامل رئیس او همدارنګه شیرین رحماني د روشن مخابراتی شرکت د بشری ځواک د برخي رېیسي په دې کنفرانس کې خبري وکړي.

ښاغلي ګوهری له ټولو ملی رسنیو څخه غوښتنه وکړه تر څو د روشن افغانستان غوره لیګ پوري اړوند خبرونه خپاره کړي او دا سپورتي سیالۍ ته لا نور پرمختګ ورکړي.

د روشن مخابراتی کمپنۍ په تیرو درو کلونو کې د لیګ د رسمی ملاتړي په توګه پاته شوي او د درې نورو کلونو لپاره به ددی لیګ د رسمی ملاتړي په توګه پاته شي. آغلې رحماني وویل"د افغانستان د فوټبال فدراسیون او موبي ګروپ په مرسته مونږ سږ کال د یو په زړه پوري ټورنمنټ هیله لرو".

د روشن افغانستان غوره لیګ څلورم پړاو سیالۍ سبا پنځم د وږي پیلیږي. د پرانیستغونډي مراسم د ماسپښین په ۳ بجو پیلیږي او له هغه وروسته ددې پړاو لومړۍ لوبه د شاهین آسمایي، د روشن افغانستان غوره لیګ اتله لوبډله او سیمرغ البرز، د پسرلني ټورنمنټ د اتلي لوبډلي تر منځ د ماسپښین په ۴ بجو ترسره کیږي.

د روشن افغانستان غوره لیګ ټولي لوبي د طلوع او لمر ټلویزیونو له لاري په ژوندۍ بڼه خپریږي او همدارنګه دا لوبي د روشن افغانستان غوره لیګ د ټولنیزو رسنیو د پاڼو له لاري تر پوښښ لاندی نیول کیږي.