نن هم د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې د یوې هیجانوونکې سیالۍ شاهد وه. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچه‎اچونې پر اساس، په نهمې سیالۍ کې، «موج‎های آمو» د «د سپین‎غر بازان» پر وړاندې ولوبېدل. 

د لوبې په لومړۍ نیمې کې، دواړې لوبډلې د ډېرو جګو شاټونو سره ښکاره شوه مګر په دوهمې نیمې کې د لوبې بهیر بدلون درلود. موج‎های آمو  او د سپین‎غر بازان خپل د برخه‎لیک د بدلون لپاره د یو فرصت په تمه وه تر هغو چې دا چانس د هېواد شمال استازي لپاره برابر شو. 

موج‎های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال کې ډېره اوږده لاره مځل کړې، دې لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې عقابان هندوکش ته ماتې ورکړه او په دوهمې سیالۍ کې، د سیمرغ البرز څخه مغلوب شوه. د نن ورځې لوبه د موج‎های آمو لپاره د مړینې او ژوندون حکم درلود چې ډېره بختوره وځلېدل او ۲ – ۰ پایلې سره یې خپل سیال مغلوب کړ. په ۶۵ دقې کې، قسمت احمدي له یوه ګول سره، خپله لوبډله مخ ته کړه. د لوبې په اضافي وختونو کې دا لعل پاچا تره‎خیل وو چې د لوبې وروستی ګول یې ترسره کړ او خپلې لوبډلې ته یې بشپړ ځواک ورکړ. همدرانگه د یادوني وړ ده چې په ۵۳ دقې کې هدایت الله قریشي د یو پنالټي فرصت درلود تر څو وکولای شي خپله لوبډله غوره ۳ – ۰ پایلې ته ورسوي. 

له دې بریا سره آمو وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته په قطعي توګه لاره ومومي. 

د تېر څپرکې اتل څخه تمه کېدل چې وکولای شي خپل د اتلولۍ سرلیک څخه دفاع وکړي مګر د هغو هڅې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په سیالیو کې بې‎ګټې وې. 

د نن ورځې په سیالۍ کې سپین‎غر بازان د موج‎های آمو د ګول په لور ګڼ‎شمېر بریدونه ترسره کړه مګر د هغو شاټونه یا د موج‎های آمو د دفاعي کرښې له خوا دفع کېدل او یا هم بې ګټې د ګول له خوا څخه تېرېدل. په هره توګه، د سپین‎غر بازان لوبډله له دې پایلې سره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال ډله‎ییز پړاو څخه حذف شوه. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.