شاهین‎آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتله لوبډله، د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۲۱ نېټې، د کابل غوره لیګ «امرخېل» لوبډلې پر وړاندې یوې دوستانه سیالۍ کې ولبېدل. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې ترسره شوه. 

د دې ملګریزې سیالۍ څخه د شاهین آسمایي اصلي موخه دا وه چې وکولای شي د خپل تاجیکستاني سیال لوبډلې (حسیلات) پر وړاندې د آسیا فوټبال کنفډراسیون په جام کې خپل د وروستۍ سیالۍ لپاره خپل ظرفیتونه او توان و آزمویي. د دې جام لومړې سیالۍ د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۲ نېټه په لاره اچول کېږي.

د آسیا کنفډراسیون جام یو کلنیز ټورنمنټ دی چې په هغه کې د آسیا فوټبال کنفډراسیون سیمه‎ییز غړي له یو بله سره سیالۍ کوي. د افغانستان روشن غوره لیګ لوبډلې «شاهین آسمایي» د لومړي ځل لپاره وکولای شو په دې سیالیو کې د ګډون جواز ترلاسه کړي. 

د امرخېل لوبډلې زیاتره لوبغاړي، د افغانستان ملي لوبډلې ۱۹ کلونو څخه ټیټ عمر لرونکي لوبغاړي دي، دا لوبډله د کابل لیګ یو له پیاوړي ټیمونو څخه ګڼل کېږي. 

شاهین آسمایي د امرخېل لوبډلې پر وړاندې د خپل ځواک ښودنې لپاره دا لوبه د پرلپسې بریدونو سره پیل کړه. د شاهین لوبغاړو د غوره هماهنګۍ سره، ډېر ښه پاسونه رد او بدل کړه او د هر برید پر وړاندې یې د پام وړ ضد بریدونو څخه ګټه واخیستل. که څه هم، امرخېل لوبډله دومره پیاوړې وه چې د خپل سیال له لومړني ګول څخه یې مخ‎نیوی وکړ. لومړې نیمه د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

د دوهمې نیمې له پیل سره، امرخېل د لوبې لومړي ګول ترسره کونې لپاره د شاهین د ګول په لور خپل بریدونه زیات کړل. مګر د دې هڅو سربېره، دا زین الدین شریفي وو چې له ډېر مهارت سره یې د لوبې په ۷۴ دقې کې د لوبې لومړی ګول په خپل نامه ثبت کړ. له دې ګول سره، شاهین تر خپل سیال وړاندې شو. 

په پای کې، دا ملګریزه سیالۍ د ۱ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي په ګټې پای ته ورسېدل. 

د شاهین آسمایي لوبغاړي د آسیا کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال په جام کې د ګډون په موخه ډېر سخت تمرینونه پيل کړي او د بشپړو چمتووالو لپاره هڅه کوي. دا لوبډله په یاد ټورنمنټ کې د غوره سرلیک ترلاسه کونې لپاره ډېره لوړه انګېزه لري. 

له موږ سره پاته شئ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون ۲۰۱۷ کال په جام کې د شاهین آسمایي په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ وېب پاڼې www.afghanpremierleague.com او د دې لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague ته مراجعه وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبډلې د انځورونو نندارې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه   afghanpremierleague.official لایک کړئ!