د افغانستان روشن غوره لیگ ۱۳۹۵ کال ډلهییز پړاو پای ته رسېدنې وروسته، یوازې ۴ لوبډلو نیمهپایلني پړاو ته لاره وموندل. د شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، موجهای آمو، او د میوند اتلان لوبډلې د پنځم څپرکې اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره، دې پړاو کې د ګډون جواز ترلاسه کړ. د نیمهپایلني پړاو لومړۍ سیالۍ، نن، د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړۍ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ دقو د «شاهین آسمایي» او «سیمرغ البرز» لوبډلو تر منځ پیلېږي.
شاهین آسمایي، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال دوهم اتل، په دې لوبې کې ځینې لوبغاړي لکه عبدالله عبدالي، جمیل نصیري، زینالدین شریفي، کاوش حیدري، او سمیعالله محمدي په خپل لومړي ترکیب کې له ځانه سره نه لري او ټاکل شوې چې نن په همدې توګه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د خپل سیال پر وړاندې ولوبېږي. اوسمهال، د فوټبال ملي لوبډلې دا لوبغاړي په ویټنام کې د افغانستان ساحلي فوټبال کې ونډه اخیستې او ټاکل شوې چې د چین او جاپان لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې په ترکیب کې ولوبېږي. له خواشینۍ سره، سید محمد هاشمي، د شاهین پېژندل شوی مدافع، په دې لوبې کې شتون نه لري او دا موضوع د پلازمېنې استازې لپاره یوه د پام وړ کمزورتیا ګڼل کېږي.
شاهین آسمایي په خپل زیاتره لوبو کې چې د افغانستان روشن غوره لیګ په بهیر کې یې د سیمرغ پر وړاندې ترسره کړي، د میدان ګټونکی ښکاره شوی. ښایي چې شاهین په خپل میدان کې د زیاتشمېر امتیازونو خاوند دی، که څه هم، سیمرغ کولای شي د نن ورځې سیالۍ کې، د خپل سیال د کمزوري ټکو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي.
د افغانستان روشن غوره لیګ دې څپرکې کې، عبدالحق فیضي، د شاهین لوبډلې پخوانی مرستندوی روزونکی، اوسمهال د سیمرغ البرز لوبډلې د مرستندوی روزونکي په توګه فعالیت کوي. فیضي د شاهین د ټاکټیکونو او تلنلارو په اړه ډېر زیات معلومات لري.
ټاکل شوې په راتګ لوبې کې چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۴ نېټه په لاره اچول کېږي، سیمرغ د شاهین کوربه ووسي.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.