نن، د وږې ۲۶ نېټه، «سیمرغ البرز» د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو د «ب» ډلې وروستۍ سیالۍ کې د «عقابان هندوکش» پر وړاندې ځي. د پنځم څپرکې یوولسمې سیالۍ د پیل شپېلی، له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې وهل کېږي.
سیمرغ په خپل لومړي سیالۍ کې د سپینغر بازان پر وړاندې ۲ – ۲ پایلې سره تم شوه، په داسې حال کې چې دوهمې لوبې کې، د ۴ -۱ پایلې سره د موجهای آمو پر وړاندې بریا ترلاسه کړه، دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره د شمال استازي چمتووالې ښکارندویي کوي. منیرالحق ندیم، د سیمرغ پېژندل شوی مهاجم، د دې لوبډلې د ځواکمنتیا لوړوالې په برخه کې د پام وړ برخه اخیستې.
سیمرغ البرز د سیالیو تر دې پړاو پورې، ۴ امتیازونه ترلاسه کړي او د عقابان پر وړاندې بریا کولای شي په نیمهپایلني پړاو کې د هغو شتون قطعي کړي.
عقابان هندوکش، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ کال دوهم اتل، و نه شو کولای د موجهای آمو پر وړاندې ۲ – ۰ پایلې څخه مخنیوی وکړي. همدارنګه وروستۍ سیالۍ کې هم چانس د عقابان سره مل نه وو او هغوی د بازان پر وړاندې ۰ – ۰ پایلې سره تم شوه. د افغانستان مرکزي استازي، تر اوسه پورې ۱ امتیاز ترلاسه کړی.
د عقابان هندوکش لپاره، د سیمرغ البرز پر وړاندې بریا ډېره ستونزمنه ګڼل کېږي. که عقابان وکولای شي د زیاتره گولونو تفاضل سره سیمرغ ته ماتي ورکړي، کولای شي نیمهپایلني پړاو ته لاره ومومي.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.