د «میوند اتلان» او «طوفان هریرود» تر منځ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اړینه سیالۍ چې د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو په لاره اچول کېږي.
د میوند اتلان د دې څپرکې سیالۍ په دې هیله پیل کړې چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال له بهیر څخه تر شا پاته نه شي. په پنځم څپرکې کې هغوی خپل په لومړي څپرکې کې د ۳ – ۰ پایلې سره اباسین څپې ته ماتې ورکړه. په هغې لوبې کې یار محمد ذاکر خیل او فیض فیضي د میوند اتلانو لپاره ګولوهنه وکړه.
سید باقر میرسلیمي، د میوند اتلان بریدکوونکي وویل: «موږ د نن ورځې لوبې لپاره بشپړې چمتووالې لرو او څارونکي زموږ ټوله نیمګړتیاوې په بشړه توګه څارلي، هیلهمن یو چې دا لوبه وګټو تر څو نیمهپایلني پړاو ته لاره پیدا کړو.»
د نن ورځې لوبې کې د میوند اتلان سیال، د طوفان هریرود لوبډله ده چې د شاهین آسمایي پر وړاندې یې ډېر د پام وړ لوبه وکړه. د طوفان لوبغاړو په هغې هیجانوونکې سیالۍ کې، د ډېرې غوره لوبې لپاره درې حساس امتیازونه تر لاسه کړه.
علي احمد یارزاده، د طوفان هریرود کپټان، وویل: «څرنګه چې د میوند لوبډله پیاوړې ده، موږ هم خپل د نیمګړتیاوو له منځه وړو لپاره بشپړ تمرینونه ترسره کړي، موږ په دې لوبې کې د بریا ډېر چانس لرو.»
دواړې لوبډلې دا چانس لري چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمهپایلني پړاو کې ځای ومومي.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.