د «موجهای آمو» او «سیمرغ البرز» سیالۍ نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۱۷ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. دا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اووهمه سیالۍ ده چې په دریمې اونۍ کې ترسره کېږي.
سیمرغ البرز خپل د غوره لوبې سربېره، د ۲ – ۲ پایلې سره د سپینغر بازان پر وړاندې ودرېدل. فیاض عزیزي، د سیمرغ بریدکوونکی، د هغې لوبې لومړی ګول ترسره کړ. همدارنګه، سیمرغ البرز د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ کال د اتلولۍ سرلیک هم په خپل کارنامو کې ثبت کړی.
امان فیضي، د سیمرغ البرز لوبډلې مدیر وایي: «موږ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو د اتلولۍ په اړه هیلهمن یو. د دوهم، دریم او څلورم څپرکو ټوله ستوري زموږ د لوبډلې په ترکیب کې شتون لري او په دې څپرکې کې دا د سیمرغ یوه غوره ځانګړتیا ګڼل کېږي. هغوی زیاته کړه: پرته له شکه، د نن ورځې سیالۍ ګټونکي موږ یو.»
د میدان بلې خوا ته، د پنځم څپرکې لومړي اونۍ کې موجهای آمو د عقابان هندوکش پر وړاندې له خپل بریا سره، خپل مینهوال ډېر زیات پارولي. لعلپاچا ترهخیل له خپل غوره ګول سره وکولای شو موجهای آمو بریا ته ورسوي. هدایت الله احمدي، د موجهای آمو کپټان وایي: «نیمهپایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره موږ باید د نن ورځې سیالۍ په خپل ګټه پای ته ورسوو. زموږ لوبډلې خپل د لومړۍ سیالۍ ټولې نیمګړتیاوې بشپړې کړي او ټاکل شوې چې دې سیالۍ کې د پشپړې چمتووالې سره ښکاره شو.»
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوبپاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.