د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د لومړۍ بریا لپاره، سیمرغ البرز او د سپین غر بازان یوې هیجانوونکې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ودرېدل. لوبه په ژوندۍ بڼه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سندرې ترسره کونې سره پیل شوه. د فوټبال ګڼ شمېر مینهوال په دې بهیر کې خپل د ملاتړ او خوشالیانو شریکونې لپاره د دې لوبې نندارې ته راغلي وه. د دې دواړو لوبډلو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د لومړۍ سیالۍ بریا ډېره اړینه ګڼل کېږي.
«د سپینغر بازان»، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ساتونکی، لوبه خپل د لوبغاړو پر وړتیا او خپل تېرې اتلولۍ باندې ډاډ سره پیل کړه. که څه هم، څو دقو وروسته «سیمرغ البرز» وکولای شو خپل د غوره لوبې، او د فیاض عزیزي لهخوا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اصلي بهیر کې خپل لومړی ګول ترسره کړي. د څو پر لپسې بریدونو سره، د لومړي ګول یوازې څو دقو وروسته، امېد نصیب وکولای شو د البرز دوهم ګول سر ته ورسوي. زیاتره نندارهچیانو داسې فکر کاوه چې د دې میدان بریا، د سیمرغ البرز ده.
مګر د سپینغر بازان هلېځلې او لوړ همت د دې لامل شو چې هغوی وکولای شي ډېر ژر د سیمرغ البرز دوهم ګول وروسته د هغو یو ګول ته ځواب ورکړي. غلام نیازي، هغه کس وو چې و یې کولای شو خپل د لومړي ګول سره د خپلې لوبډلې واکمنتیا بیاځلي تضمین کړي. په دوام کې، شفق ایوبي، د سپینغر بازان بریدکوونکی، دوهم ګول ترسره کړ او د لوبې پایله یې مساوي کړه.
د لوبې د سرشمېرنې پر اساس، سیمرغ البرز ۵۲ سلنه او د سپینغر بازان ۴۸ سلنه لوبه په واک کې درلوده. ښایي چې د سپینغر بازان د ۲ ژړو کارټونو ترلاسه کونې سره خپل د سیال په پرتله، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په پیلني سیالۍ کې له غوصې نه ډک چلند نندارې ته وړاندې کړ. د کارپوهانو له خوا د لوبې ارزونې وروسته، سید مقصود هاشمي، د سپینغر بازانو منځنی لوبغاړی، د میدان غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو. هاشمي د ډالۍ ترلاسه کونې وروسته وویل: «موږ وروستي سیالیو کې لا هم ښه ځلېږو.»
سیمرغ البرز او د سپینغر بازان دې اړینې سیالۍ کې خپل د بریا لپاره بشپړې هلېځلې وکړې مګر لوبه د ۲ – ۲ پایلې سره پای ته ورسېدل.
دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.