د سیمرغ البرز او د سپین غربازان هیجانوونکې سیالۍ، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.
د فوټبال مینه وال د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د پرانېستنې محفل وروسته د سیمرغ البرز او د سپینغر بازان تر منځ د یوې هیجانوونکې سیالۍ په تمه دي. ښایي چې دواړې لوبډلې د دې څپرکې لپاره د ښه چمتووالو څخه برخهمن دي. که څه هم، داسې ښکاري چې د سپین غربازان د سیمرغ البرز په پرتله د دې سیالیو د بریا او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالیو اتلولۍ سرلیک ساتنې لپاره ډېر زیات هیلهمن او ډاډه دي.
له دې سره، په دې اړه قضاوت کونې لپاره تر اوسه وختي دی چې د سپین غربازان وکولای شي خپل د تېر کال اتلولۍ سرلیک وساتي، ځکه چې د هغو پر وړاندې د افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ اتلان ولاړ دي. سیمرغ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ سیالیو بهیر کې د یوې غوره لوبې سره وکولای شو د دې ټورنمنټ ګټونکی شي. دا لوبډله د بریا هیلې سره هڅه کوي تر څو وکولای شي د فوټبال فډراسیون لوبغالې کې د دې سیالیو اصلي بهیر په لومړۍ ورځې کې د پام وړ فعالیت ښکاره کړي.
سیمرغ البرز ډېر ښه چانس راوړ چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په الف ډلې (د مرګ ډله) کې شتون نه لري. که څه هم د هېواد شمال حوزې استازی د دې څپرکې په لومړي پړاو کې، د سپینغر بازان پر وړاندې له ډېر ستونزمن کار سره مخامخ دی.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، د آراکوزیا او آرمان اف اف راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague)) له لارې خپرېږي.