که ستاسو عمر د ۱۴-۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال مینهوال ووسی، د افغانستان روشن غوره لیګ، ستاسو لپاره یوه هیجانوونکې سیالۍ په پام کې لري چې په هغه کې دوه غوره لوبغاړي کولای شي چانس تر لاسه کړي چې د دوو اونیو لپاره د سیمې هېوادونو په یو فوټبال ښوونځي کې د فوټبال زدهکړو ته ولاړ شي.
له دې غوره فرصت سره، دوه پایلني ګټونکي کولای شي د فوټبال نامتو روزونکو څخه، د نړیواله معیارونو سره سم، د فوټبال لوبې زدهکړې ترلاسه کړي!
دا سیالۍ په دریو پړاوونو کې په لاره اچول کېږي او تاسو باید نورو پړاوونو ته د لارې موندنې لپاره، هر پړاو د بریا سره پای ته ورسوی:
لومړی پړاو: مقاله لیکنه (د اګسټ له ۱۹ څخه – د سپټمر تر ۱۰)
- د لاندیني پوښتنه په اړه لږ تر لږه په ۲۰۰ کلمو کې خپل ځواب ولیکئ. تاسو کولای شی له هغې فورمې څخه ګټه واخلی چې د پاڼې لاندې اضافه شوې. پوښتنه:
- · " ورزش په افغانستان کې د افراطي چلند له منځه وړنې، او د ملي یووالې ټینګښت لپاره څومره اړین کېدای شي؟"
- · د دې پوښتنې ځواب باید تاسو پخپله ولیکئ.
دوهم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – لومړی پړاو (د سمپټمبر له ۱۷ څخه – د سپټمبر تر ۲۰)
- په دې پړاو کې، ۶۸ ګډونکوونکي (نجوني او هلکان له هر ولایت څخه) چې وکولای شي لومړی پړاو بریا سره تېر کړي، خپل فوټبالي مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي.
- د دې ګډونکوونکو د هرکلۍ لپاره ۸ ځایونه چې د افغانستان د ۸ سیمو څخه استازیتوب کوي، په پام کې نیول کېږي.
- له هرې سیمې څخه یو هلک او یوه نجلۍ پایلني پړاو کې د ګډون لپاره تاکل کېږي.
دریم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – دوهم پړاو (د سپټمبر له ۲۲ څخه – د سپټمبر تر ۲۶)
- په دوهم پړاو کې د ۶۸ ګډونکوونکو څخه، ۱۰ غوره ګډونکوونکي د دریم پړاو لپاره ټاکل کېږي. څرنګه چې په همدې بهیر کې د افغانستان روشن غوره لیګ نیمهپایلني او پایلني پړاو سیالۍ هم په لاره اچولې کېږي.
- د پایلني پړاو ګټونکي چې ۲ کسانه دي، په ژوندۍ بڼه ګټونکي اعلانېږي او د افغانستان روشن په نیمهپایلني او پایلني سیالیو کې هغوی ته ډالۍ ورکول کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره:
۱. ستاسو عمر باید د ۱۴ نه تر ۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال لومړني مهارتونه مو زده وي.
۲. هغه فورمه چې د دې پاڼې لاندې راغلې، باید په بشپړه توګه ډکه شي (نوم، عمر، ولایت، ښوونځی او د ټلفون شمېره). همدرانګه، د تذکرې یوه کاپي هم باید د ډکې شوې فورمې سره اضافه کړئ.
۳. هغه ګډونکوونکي چې بریالي کېږي، نوملړ یې د افغانستان روشن غوره لیګ په وېبپاڼې او نورو ټولنیزو رسنیو کې اعلانېږي.
دا خپرونه د ځوان رهبرانو او د هېواد راتلونکي هیلو لپاره په پام کې نیول شوې تر څو هغوی د پوهنې، ورزش او ټولنې کې د مثبت بدلونونو راوېستو لپاره وهڅوي. هیلهمن یو چې دا خپرونه وکولای شي د ورزش او پوهنې تر منځ اړیکه رامنځ ته کړي تر څو ځوانان وکولای شي په دې ارزښتونو پوه شي. د دې موخې په بهیر کې، د افغانستان روشن غوره لیګ غواړي د ځوانانو د شخصیت ودې لپاره فعالیت وکړي، همدارنګه د دې تر څنګ هغوی کولای شي خپل فوټبالي مهارتونو ته هم وده ورکړي.