کابل د افغانستان روشن غوره لیګ د ښځو د ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کې وکولای شول بامیان ته د ۱۰-۰ په پایلې سره سخته ماتې ورکړي. دواړه لوبډلې نن سهار لس بجې یو ځل بیا د نیمه پایلوبو د لیګ د سیالیو په لړ کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې له یو بل سره مخامخ کیږي.
د کابل لوبډله په خپل ترکیب کې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په لرلو سره د نن په لوبه کې له برلاسو ډلو څخه شمیرل کیږي. ټولو لوبغاړو د بامیان په ماتولو کې پراخه ونډه درلوده. مدینه وکولای شول ۵ ګولونه تر سره کړي، نیلاب هټریک تر سره کړ او همدارنګه سمیه او عدیله هرې یوې، یو یو ګول تر سره کړ او په دې سره د کابل لوبډلې د ښکلې لوبې وروسته بامیانو ته غاښ ماتوونکې ماته ورکړه.
د نن په لوبه کې بیا نور لوبغاړي په بې صبرۍ سره شیبې شمیري تر څو خپل نوم د ګول وهونکو په لیسټ کې ثبت او په دې سره د کابل لوبډله د اتلولۍ لوبې ته یو ګام نوره هم ور نژدې کړي.
تاسو کولای شئ د ښځو د ټورنمنټ ټولې لوبې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې له نژدې وګورئ. همدارنګه دا لوبې د طلوع او لمر تلویزیونونو او آرمان او آراکوزیا اف ایم راډیوګانو له لاريپه ژوندۍ بڼه خپریږی. د ښځو د ټورنمنټ د ملاتړ لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ رسمي انټرنټي پاڼه او د دې لیګ د ټولنیزو شبکو پاڼې در سره تعقیب کړئ.
(www.afghanpremierleague.com)