د افغانستان روشن غوره لیگ ۱۳۹۴ کال د ښځو د ټورنمنټ دوهمه لوبه چې د هرات او بلخ د ښځینه لوبډلو تر منځ تر سره شوه د ۱-۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسیده.

فاطمه حیدري د هرات د ټیم د بریدګرې کرښي لوبغاړې د لوبې په ۱۷ مه دقیقه کې وکولای شول په یوې آزادي ضربې سره د لوبې لومړی ګول تر سره کړي. اما دا ګول تر ډیره د هرات ټیم په مخکښتوب کې ونشو ساتلی او شبانه یوسفي دلوبې په ۲۸ مه دقیقه کې وکولای شول چې د لوبې مساوي کوونکی ګول تر سره کړي.

د لوبي په ۵۶ مه دقیقه کي د بلخ لوبډلې وکولای شول چې د هرات په دروازه باندي څو مکرري حملې تر سره کړي او په دې وخت کې زهرا حسن زاده د هرات په ګول باندي یو په زړه پوري شوټ تر سره کړ خو د څو سانتي متر په تفاوت سره دا توپ ګول نه شو.

د بلخ لپاره د دوی دروازه ساتونکې رقیه حسني له مهمو لوبغاړو څخه ثابته شوه او ويي کولای شول چې د بلخ دروازه په دوهمه نیمايي کې په ښه توګه وساتي.

هرات د ټولې لوبي په جریان کې په دفاعي شکل لوبه وکړه، که څه هم هرات په وروستیو شیبو کې ډیره هڅه وکړه چې دوهم ګول هم تر سره کړي خو د بلخ دفاعي لیکه ټینګه ودریده او کوم ګول ته یی اجازه ورنه کړه.

فاطمه حیدري چې د هرات یوازینی ګول یی تر سره کړی وو د لوبې د غوره لوبغاړې جایزه يي تر لاسه کړه.

ټاکل شوې ده دا لوبې د سهار په لسو بجو شروع شي، ټولې درنې خویندې او کورنۍ کولای شې دا لوبي په آزادانه ډول له نږدې څخه وګوري.
دا ټورنمنټ به له لمر او طلوع تلویزیونونو او همدارنګه له آرمان او آراکوزیا ایف ایم راډیوګانو څخه په ژوندۍ بڼه نشر شي. د دې لوبو مهم خبرونه به د افغانستان روشن غوره لیګ له رسمي ویبپاڼې او همدارنګه د دې لیګ له ټولنیزو شبکو څخه تر پوښښ لاندي راشي