د لومړي ځل لپاره، د سپین غربازان به د ۱۳۹۴ افغانستان روشن د غوره لیګ د نوروزي ټورنمنټ په اوږدو کې د کوربه‏توب له امتیاز څخه برخمن شي. د هغوی سیالۍ د سیمرغ البرز پر وړاندې د ۱۳۹۳ د کب په ۲۵، د ماسپښین په ۳ بجو د ننګرهار د جلال‏آباد د فوټبال فډراسیوان په اسټډیوم کې، په لاره اچول کېږي.
سیمرغ البرز غواړي د تېرکال خپله ناهېلې کوونکې ننداره هېره کړي او د ۱۳۹۴ نوروزي ټورنمنټ له یوې لویې بریا سره پیل کړي، په داسې حال کې چې د هغوی کړنلاره د نورو لوبډلو په پرتله کمزورې ده. سیمرغ د دې ټورنمنټ په اتلولۍ سره کولای شي د فوټبال نړۍ حیرانه کړي. د دې کار لپاره، هغوی باید لومړی «د سپین غر بازانو» لوبډلې ته ماته ورکړي.
د سپین غر بازان د ۱۳۹۴ په اصلي ټورنمنټ کې میوند اتلانو لوبډلې ته د ماتې ورکولو څخه وروسته، وکولای شول چې له شاهین‏آسمایي او عقابان هندوکش، اتل او نایب اتل، څخه وروسته دریم ځای خپل کړي. دا لوبډله کیدای شي د کوربه‏توب له امتیاز څخه په ګټه اخېستو سره وکولای شي د نوروزي ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیدا کړي او اتلولي خپله کړي.
پلویان کولای شي دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزیونونو او آرمان اف ام او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې او همدارنګه په ټولنیزو شبکو کې د افغانستان روشن غوره لیګ ځانګړي سایټونو له لارې تعقیب کړي.

ویب:        https://www.afghanpremierleague.com
یوټیوب:  https://www.youtube.com/afghanpremierleague
ټویټر: @AfPremierleague
فېس‏بوک:@AfghanPremierLeague
ګوګل‏ پلاس:@AfghanPremierLeague
اینسټاګرام:@AfghanPremierLeague