د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ اووم څپرکې یوه بله هیجانوونکې شپه په لارې ده. شاهین آسمایي، د مرکز زون استازې او د تېر څپرکې اتله لوبډله نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۳ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون استیدیوم کې د سپینغر بازان پر وړاندې ځي.
شاهین آسمایي په ډلهییز پړاو کې تر اوسه پورې دوې سیالۍ ترسره کړي. نوموړې لوبډلې د ۲ – ۰ پایلې سره موجهای آمو ته او په دوهمې سیالۍ کې یې د ۱ – ۰ پایلې سره اباسین څپې ته ماتې ورکړه، او اوسمهال «الف» ډلې کې شپږ امتیازونه لري.
د سپینغر بازان په ډلهییز پړاو کې خپلې لومړنې سیالۍ کې د ۳ – ۲ پایلې سره د اباسین څپې پر وړاندې ماتې وخوړل او د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره د موجهای آمو پر وړاندې ودرېدل. اوس یوازې د یو امتیاز سره، نوموړې لوبډله په خپل اړوند ډلې کې پاته کېدنې لپاره، باید د نن ورځې سیالۍ ګټونکې شي تر څو نیمهپایلني پړاو ته د رسېدنې لپاره خپل شانس زیات کړي.
"موږ د «الف» ډلې څخه همدا اوس نیمهپایلني پړاو ته لاره موندلې، مګر د دې لپاره چې ټوله لوبغاړي مو د لوبې فرصت ترلاسه کړي، د نن ورځې سیالۍ کې، هڅه کوو تر څو هغو ځووانانو ته د لوبې شانس ورکړو چې د ملي لوبډلې ۱۹ کلن او ۲۱ کلن ټولګو کې ځای لري. موږ د خپل شعار پر اساس چې شاهین آسمایي تل د بریا لپاره میدان ته د ننه کېږي، همدارنګه د دې لپاره چې وکولای شو د «الف» ډلې نوملړ په سر کې ځای ولرو او وروستۍ لوبه مو تر یوه حده پورې آسانه شي، په بشپړه توګه چمتو یو او ځوانان مو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کوي". هغوی زیاته کړه: «زموږ سیاله لوبډله، د یوې بایلې او یو مساوي لوبې سره، همدارنګه د دې لپاره چې وکولای شي خپل مینهوال خوشاله کړي او درې امتیازونه ترلاسه کړي، دې میدان کې د بریا لپاره هلېځلې کوي مګر په هره توګه، د سپینغر بازان ښه لوبډله ده او زیاتره ځوانان یې د پلازمېنې لوبغاړي دي. هیلهمن یو چې موږ د دې سیالۍ ګټونکي شو».
د شاهین آسمایي او سپینغر بازان تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)څخه ترلاسه کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.