د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د اتلولۍ ټورنمنټ د ډلهییز پړاو دوهمه سیالۍ، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. د لوېدیځ زون استازې، طوفان هریرود، پنځم څپرکې دوه مقام ګټونکې، د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې ځي.
ښایي دا سیالۍ د دواړو یادو لوبډلو لپاره تر یوې اندازې پورې ګرانه وي څرنګه چې دواړې لوبډلې د افغانستان غوره لیګ د اتلولۍ سرلیک ګټنې لپاره هڅه کوي.
د طوفان هریرود او د میوند اتلان لوبغاړي د غوره او تکړه افغان او تاجیکستاني روزونکو تر څار لاندې، چې د فیفا او د آسیا کنفډراسیون لهخوا د روزنولۍ جواز درلودونکي دي، د فوټبال ځانګړي او اساسي تمرینونه تېر کړي دي. له دې نه وړاندې، د غوره لیګ د سیمهییز ټورنمنټونو په لړ کې، د غوره لیګ ټولو اتو لوبډلو دا فرصت په واک کې درلود تر څو د بشپړ تمریني پړاوونو څخه ګټه پورته کړي.
دا د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې ۱۳۹۶ کال ډلهییز پړاو د «ب» ډلې لومړې سیالۍ ده. سیمرغ البرز او د اباسین څپې لوبډلې هم په دې ډلې کې ځای لري.
د میوند اتلان د غوره لیګ په پنځم څپرکې کې د پام وړ لاستهراوړنې درلودې، څرنګه چې په ډلهییز پړاو کې یې هیڅ کوم امتیاز له لاسه ور نه کړ او په نیمهپایلني پړاو کې یې موجهای آمو ته ماتې ورکړه. وروسته له دې، په پایلنې سیالۍ کې، یادې لوبډلې د ۱ – ۲ پایلې سره د شاهین آسمایي څخه ماتې وخوړل.
که څه هم، اوس ښایي چې د ځینې نامتو لوبغاړو لکه امرالدین شریفي، فردین حکیمي، او فرزاد عطایي له ګومارنې سره، او همدارنګه د غوره لیګ د ځینې نورو تکړه لوبغاړو سره چې د میوند اتلان ترکیب کې یې برخه موندلې، د سږ کال ټورنمنټ به د میوند اتلان لپاره یو نوی څپرکی وي. د میوند اتلان د خپل نوي لوبغاړو سره د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال د اتلولۍ سرلیک ګټنې یو له تر ټولو ستر نوماند ګڼل کېږي.
طوفان هریرود د هرات ولایت په مصنوعي چمن کې د تمرینونو ترسره کونې فرصت په واک کې درلود. د خپل انګېزه لرونکي او ډاډه لوبغاړو سره، طوفان غواړي د خپل ۲۰۱۲ کال اتلولۍ یو ځل بیا تکراره کړي.
دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسو کولای شئ دا سیالۍ په آنلاین توګه د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې څخه هم تعقیب کړئ. د دې سیالیو د غوره شېبو کلیپونو نندارې لپاره د غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تازه انځورونو نندارې لپاره (Afghanpremierleague.official) اېنسټاګرام پاڼه لایک کړئ. د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.