د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۲۱ څخه تر ۲۴ پورې د کندهار د لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له کندهار, هلمند, زابل او ارزگان څخه . په هر حال ، د درنې نښتې له امله د ارزګان لوبډلې ونشو کولای د کندهار په تورنمنټ کې ګډون وکړي خو پاتې پنځو لوبډلو یو د بل په وړاندې لوبې ترسره کړې.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د شاهین اسمایي لوبډلې استازیتوب وکړي.
د کندهار زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
دغه لوبې د کندهار ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي احمد شاهی کې ترسره شوي ، ددغو لوبو لپاره په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د کندهار له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست | |||
شمیره | نوم | ځای | لوبډله |
۱ | عبدالقیوم سپاند | دروازه بان | هلمند |
۲ | قدرت الله | دروازه بان | کندهار-ا |
۳ | احمد الله | دروازه بان | کندهار-ب |
۴ | محمد یونس | مدافع | کندهار-ا |
۵ | محمود | مدافع | کندهار-ا |
۶ | فریدون | مدافع | کندهار-ا |
۷ | عبدالقیوم همت | مدافع | هلمند |
۸ | شیر خان | مدافع | هلمند |
۹ | مطیع الله | مدافع | کندهار-ب |
۱۰ | میرویس | مدافع | نمروز |
۱۱ | فرید آزاد | مدافع | هلمند |
۱۲ | حضرت | مدافع | کندهار-ا |
۱۳ | وحید زیرک | د منځني خط لوبغاړی | هلمند |
۱۴ | بشیر عظیمی | د منځني خط لوبغاړی | هلمند |
۱۵ | اسد الله | د منځني خط لوبغاړی | هلمند |
۱۶ | علی هزاره | د منځني خط لوبغاړی | هلمند |
۱۷ | سمیع غیرت مل | د منځني خط لوبغاړی | کندهار-ا |
۱۸ | احمد | د منځني خط لوبغاړی | کندهار-ا |
۱۹ | متین | د منځني خط لوبغاړی | نمروز |
۲۰ | فیض محمد | د منځني خط لوبغاړی | کندهار-ا |
۲۱ | سمیع الله | د منځني خط لوبغاړی | کندهار-ب |
۲۲ | سید باقر | بریدکوونکی | هلمند |
۲۳ | مصطفی ژوبل | بریدکوونکی | کندهار-ا |
۲۴ | زیدان | بریدکوونکی | کندهار-ا |
۲۵ | قدوس | بریدکوونکی | کندهار-ا |
۲۶ | بریالی | بریدکوونکی | نمروز |