د پکتیا ولایت د افغانستان په سهیل کې د هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د امنیت کچې یې ټیټه ده؛ د ناوړه امنیتي پېښو له کبله هر کله د دې ولایت نوم په خبرونو کې اخیستل کېږي. مګر دې ځل یې توپیر درلود؛ پکتیا، د ۱۳۹۴ کال هیجانوونکي سیمهییز ټورنمنټ یعنې افغانستان روشن غوره لیګ د کوربه توب لپاره، د خبرونو په سرلیک کې ځای وموند.
د دې سیالیو په پهیر کې، د خوست، لوګر، پکتیا، غزني، پکتیکا او میدان وردک فوټبال لوبډلې د روان کال د غبرګولي ۱۴ نه تر ۱۶ نېټې پورې، په شپږو کتنو کې له یو بله سره په سیالیو بوخت شوه. دا ځوان لوبه کوونکو، په دې هیله چې وکولای شي «د اباسین څپې» په ۲۶ کسیزه نوملړ کې ځای ومومي، خپل غوره فوټبالي ځانګړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.
«اهل الدین توردیوف»، د دې لوبډلې نړیوال روزونکی، د افغانستان فوټبال فدراسیون د کارکوونکو د همکارۍ سره، د دې ډلې لپاره غوره لوبه کوونکي وټاکل. د هغو لوبغاړو ۲۶ کسیزه پایلنی نوملړ چې د نوموړې لوبډلې ترکیب جوړوي، د غبرګولي په ۱۷ نېټه اعلان شو.
که څه هم لوبې د امنیتي ستونزو له امله لږ ځنډ وروسته په لارې واچول شوې، مګر بیا هم و یې نه شو کړای چې د دې سیمې د خلکو شوق او لېوالتیا د خپلې خوښې وړ لوبډلې د هڅونې او ملاتړ څخه مخ نیوی وکړي او همدارنګه، و یې نشو کړای د دې سیالیو د په لاره اچونې او د فوټبال سره د خلکو بشپړې مینې څخه مخ نیوی وکړي.