د افغانستان غوره لیګ د دوهمې اونۍ د څلورمې ورځې سیالۍ چې د روان کال د تلې میاشتې په اوومه نېټه د جمعې په ورځ د موجهای آمو او سېمرغ آلبرز لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه چې په پایله کې د  سېمرغ آلبرز  لوبډلې د موجهای آمو لوبډلې ته د څلور د دوه ګولو پر وړاندې ماتې ورکړه او ددې ورځې سیالۍ یې خپله کړه.

لوبه چې د جمعې په ورځ ماسپښین مهال په درې بجو او دیرشو دقیقو دا فغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې د زرګونو نندارچیانو تر وړاندې د موجهای آمو لوبډلې چې د بدخشان،کندز او تخار استازیتوب کوي او سېمرغ آلبرز لوبډلې چې د جوزجان،سمنګان،سرپل،فاریاب او بغلان استازولي کوي، ترمنځ  پیل شوه ، لوبې په زړه پورې ننداره روانه ګړې وه چې د لوبې په نولسمه  او شپېتمه دقیقه کې لومړی او پنځم ګول د شپږمې شمېرې درلودونکی محمد ناصر افضلی لخوا د موجهای آمو لوبډلې په ګته ، دوهم  او دریم ګول  د لوبې په دېرشمه ، اوه دېرشمه دقیقه کې د لسمې شمېرې درلودونکي منیرالحق ندیم لخوا او څلورم ګول د لوبې په پنځوسمه دقیقه کې د امید نصیب لخوا او شپږم ګول د لوبې په اته اتیایمه دقیقه کې د اتمې شمېرې درلونکي مصطفی رضایي لخوا د سېمرغ آلبرز لوبډلې په ګټه ترسره کړ چې په پایله کې لوبه څلور د دوه پر وړاندې د سیمرغ آلبرز لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او د سېمرغ آلبرز لوبډلې د لسمې شمېرې درلودونکی منېرالحق ندیم د لوبې د غوره لوبغاړی و نومول شو، ولې د لوبې په جریان کې د سېمرغ آلبرز لوبډلې دوه تنو لوبغاړو ، د ۱۶ شمېرې درلودونکی عباس عباسین اوشپږمې شمېرې درلودنکي ته یو یو زیړ کارت ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې لیګ د لومړۍ اونۍ د درېمې ورځې په سیالۍ کې د موجهای آمو لوبډله د عقابان هندوکش لوبډلې سره د دوه پر دوه ګولو ترسره کولوسره برابرې شوې وې او د سېمرغ آلبرز لوبډلې د طوفان هرېرود لوبډلې څخه دهمدې لیګ د تېرې اونۍ د څلورمې ورځې په سیالۍ کې ،یو د دریو پر وړاندې ماته خوړلې وه