د شپږم څپرکې د پیل مراسمو وروسته، شاهین آسمایي لوبډله په یوې سیالۍ کې د سپینغر بازان پر وړاندې ولوبېدل چې په کې د فوټبال ۶۵۰۰ څخه زیاتره مینهوالو ګډون درلود. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې ترسره شوه.
د «الف» ډلې لومړنې او ډېره د پام وړ سیالۍ د شاهین آسمایي د پرلپسې بریدونو سره پیل شوه. په ډېرې حیرانوونکې توګه، حمید حبیبي یوازې د ۲ دقو په لړ کې د لوبې لومړنی ګول ترسره کړ او یوازې ۶ دقې وروسته، فرهاد اندر له ډېرې چمتووالې سره په غوره توګه د خپل سیال د ګول پر وړاندې یو بریالی برید ترسره کړ. مګر دا د کار پای نه وو. د سپینغر بازان د ګول پر وړاندې د ګڼ شمېر شاټونو وروسته، د شاهین بریدکوونکي، حمید حبیبي په ۳۱ دقې کې د دریم ځل لپاره توپ د خپل سیال ګول ته د ننه کړ.
د سپینغر بازان و نه شو کولای په لومړې نیمې کې کوم ګول ترسره کړي، مګر خپله هیله یې له لاسه ور نه کړه.
په دوهمې نیمې کې، د سپینغر بازان لوبډلې خپل لومړنی ګول په ۵۰ دقې کې د غلام حضرت لهخوا د یو پنالټي شوټ څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړ. د ۳ – ۱ پایلې سره، بازانو په دوامداره توګه هڅه وکړه ترڅو د لوبې پایله مساوي کړي او ګڼ شمېر بریدونه یې د خپل سیال د ګول په لور ترتیب کړه. ډېر په چټکه توګه، ۵۸ دقې کې، شفق ایوبي، د سپینغر بازان تجربه لرونکي او تکړه بریدکوونکي د خپلې لوبډلې په ګټه دوهم ګول هم ترسره کړه. دا په داسې حال کې چې انور اکبري په ۶۷ دقې کې د دې سیالۍ څلورم ګول ترسره کړ او د سپینغر بازان د امتیاز اخیستنې لړۍ یې د څو مودې لپاره پرې کړه.
د ضد بریدونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د غوره تلنلارې په کارونې، بازان وکولای شو په ۷۹ دقې کې د خپل دریم ګول سره د پایلې مساوي کونې فرصت ترلاسه کړ او ګڼ شمېر بریدونه یې د شاهین د ګول په لور ترسره کړه خو د شاهین دفاعي کرښې او همدرانګه د لوبډلې ګولساتونکي د دې بریدونو مخه ونیول.
په پای کې، شاهین د ۴ – ۳ پایلې سره د سپینغر بازان ته ماتي ورکړه او د شپږم څپرکې ډلهییز پړاو لومړنې بریا ځانګړې کړه.
د سرشمېرنو پر اساس، شاهین آسمایي ۵۲٪ سلنه لوبه توپ او میدان په واک کې درلودل. حمید حبیبي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ د نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.