د ٢١ وروستیو لوبغاړو د ټاکنې په موخه د موجهای آمو د ټیم د جوړولو لپاره د ټیمونو تر منځ لوبه د ١٧ جون په ورځ په کندز ښار کې ترسره شوه. 

د سیمه ییزو ټورنمنټونو د پړاو څخه ٢٦ ټاکل شوي لوبغاړي په دوو ټیمونو وېشل کېږي او د یوې لوبې د ترسره کولو لپاره د یو بل پر وړاندې شتون مومي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلین او روزل شوي څارونکي به د دې لوبې قضاوت پر غاړه ولري. هغوي ٢١ وروستي لوبغاړي د هغوی د لوبې د کیفیت پر بنسټ د موجهای آمو چې د شمال شرق زون استازی دی، ټاکي. 

٨ ټیمونه به د ٨ زونونو څخه، په آر ای پي ال کې د اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو لپاره د آګوست د پای نېټې څخه د اکتوبر تر لومړیو نېټو پورې د یو بل پر وړاندې لوبه وکړي.