د افغانستان غوره لیګ د دریمې اونۍ د وروستۍ  ورځې سیالۍ چې د روان کال د تلې میاشتې په څوارلسمه  نېټه  د جمعې په ورځ  د طوفان هرېرود او موجهاآمو لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې تر سره شوه ، په پایله کې لوبه څلور د صفر په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پاې ته ورسېده او راتلونکي اونۍ کې نېمه پاي لوبو ته د میوند اتلان ، سیمرغ آلبرز،طوفان هریرود او سپین غر بازان لوبډلو لار پیدا کړه.

د تېر په څېر دا لوبه هم د ماسپښین مهال په درې بجو او دېرشو دقیقو سره پیل شوه، له پیل څخه لوبه ښه په سیالۍ روانه وه او دواړو لوبډلې په دې هڅه کې وې چې ددې ورځې سیالي خپله کړي ،ځکه دغه  سیالي  موجهای آمو ته لومړنۍ  او طوفان هریرود ته دریمه پرلپسې بریا بلل کېده، ولې د لوبې په اوږدو کې د طوفان هریرود لوبډلې د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې ښه غښتلتیا وښوده، او درې پرلپسې ګولونه يې ترسره کړ،چې لومړنی ګول په اوومه دقیقه کې ، دویم ګول په دریپنځوسمه ۵۳ دقیقه کې ، دریم ګول په اوه پنځوسمه ۵۷ دقیقه کې چې ټول د ۱۱ شمېرې درلودونکي  حمیدالله کریمي لخوا چې په تېرې سیالۍ کې یې هم درې پرلپسې ګولونه د عقابان هندوکش په خلاف ترسره کړې وه ،  د طوفان هریرود په ګټه ترسره کړل خو د لوبې په دوه اویایمه دقیقه ۷۲ کې  نوموړی په خپه ژوبل شو او له میدان څخه وې وړل شو اونوموړی یو ځل بیا ددې لوبې غوره لوبغاړی انتخاب شو، څلورم ګول د لوبې په اوه اویایمه ۷۷ دقیقه کې د ظریف فراهي لخوا هم د طوفان هریرود په ګټه ترسره شو، په پایله کې لوبه څلور د صفر په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پاې ته ورسېده او راتلونکي اونۍ کې نېمه پاي لوبو ته د میوند اتلان ، سیمرغ آلبرز،طوفان هریرود او سپین غر بازان لوبډلو لار پیدا کړه

دا په داسې حال کې ده چې د همدې لیګ د تېرو اونیو په سیالیو کې د طوفان هرېرود لوبډلې د سیمرغ آلبرز لوبډلې ته څلور د یو پر وړاندې او عقابان هندوکش لوبډلې ته څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه، ولې د سیمرغ آلبرز لوبډلې د تېرو اونیو په سیالیو کې د عقابان هندوکش لوبډلې سره د دوه د دوه پر وړاندې برابره شوې وه او د سیمرغ آلبرز لوبډلې څخه یې د دوه د څلور پر وړاندې ماتې خوړلې وه

نیاز محمد احمدزئ-فټبال فدراسیون لوبغالی-کابل