د لیدونکو څخه په یو تش استدیوم کې او د ټلویزیونې دوربینونو څخه پرته، شاهین د عقابان په وړاندې د دوهم ځل لپاره په دي څپرکې یو بل سره مخامخ شول په داسې حال کې چې په دي دوره کې دا لوبه د دواړو ټیمونو لومړنې رسمي سیالې ګڼل کیږي. د دي دواړو ټیمونو لومړې لوبه ۳ پر ۱ د شاهین د ټیم په ګټه پای ته رسیدلې وه خو په سیالې کې د غیر مجازه لوبغاړو د شتون لپاره، د لوبې پایله ونه منل شوه او په بدل کې ترلاسه شوې پایله د دواړو ټیمونو لپاره په پام کې ونیول شوه.

عقابان په داسې حال کې دا لوبه پيل کړه چې د (ب) د ډلې په سر کې یې شتون درلود او خپل دوه تیرې لوبې یې هم وړې وي. د ښه ګول د غوره توپ لپاره، دي ټیم خپل شتون په نیمه پایلیزه پړاو کې ښکاره کړ. له بلې خوا د شاهین د ټیم یوه بله لوبه پاتې ده. هغوي په هر حال د نن او یا د جمعه د ورځې په لوبه کې د آباسین څپې په وړاندې یو بریالیتوب ته اړتیا درلوده.

لومړې نیمه د یوې ناهیلې کوونکې لوبې سره د عقابان د ټیم، د (ب) د ډلې لوړ ټیم لخوا پيل شوه. د دي ټیم دروازه ساتونکې، ویس نوری د یو سرګردانه توپ د نیولو لپاره چې په آرامې سره د هغه سیمې ته راته، سستې وکړه، په همدې شیبه کې د شاهین برید کوونکې لوبغاړې حشمت الله بارکزی د یو تیز حرکت سره توپ د نوری د لاسونو څخه غلا کړ. د یوې خالې دروازه خلاصول نور هغه ته ستونزمنه نه وه او خپل ټیم یې د لوبې په ۳مه دقه کې ۱ پر صفر مخ ته واچوه.

خو عقابان ډیر ښه غبرګون وښود . په ۱۶مه دقه کې د افغانستان د پلازمینې استازی ټیم د ښي لور د کرنر بیرق ته نژدې د یوې آزادې ضربې خاوند شو. د عقابان د آزادو ضربو وهونکی، انور کریمی د خطر په سیمه کې د یو ناڅاپې توپ په لیږدونې د شاهین د ټیم دفاعې دیوال ته یې دوکه ورکړه. دا توپ د عقابان د منځنې کرښې لوبغاړې، مبین رسولی د یوې ضربې سره د شاهین د دروازه دننه ولیږدوه.

د لومړې نیمې د پاتې شویو دقو په ادامه کې شاهین ډیر فرصتونه درلودل خو د عقابان د ټیم کلکې دفاعې کرښې د کپټان فرهاد په مشرې د کار د خلاصولو اجازه هغوي ته نه ورکوله. لوبه په لومړې نیمه کې د هماغه ۱ پر ۱ پایلې سره پای ته ورسیده.

لوبه په دوهمه نیمه کې د شاهین د شیندل شویو بریدونو سره پيل شوه چې ډيره خطرناکه وه. بارکزی په ۶۰مه دقه کې یوه آزاده ضربه د ۲۰ مترې فاصلې څخه ووهله چې د تیرک د سر څخه  تیره شوه او یوه دقه وروسته د هغه شوټ د عقابان د ځای پر ځای شوي دروازه ساتونکې، علی لعلی لخوا دفاع شوه. بارکزی د ډګر د منځ د ۳۰ مترې څخه د یوې لیږدونې سره یې، امیرالدین شریفی په ۷۰مه دقه کې د توپ خاوند کړ چې پرته له ځنډه لعلی دا توپ هم دفاع کړ. د لوبې تر پایه، توپ ډیر د عقابان په ځمکه کې وه.

د عقابان چټک او تیز برید کوونکې لوبغاړی اسماعیل سالنګی په ۸۱مه دقه کې د یو فرصت خاوند شو. وروسته له دي د شاهین مرکزي مدافع بد پاس ورکړ، د عقابان لوبغاړې دا توپ غلا کړ او اسماعیل یې د یو ښه پاس سره د توپ خاوند کړ. اسماعیل هم د یو ځمکنې شوټ سره د دروازه کین لور ته یوسف زی يې د نښانې لاندې ونیوه خو هغه په موقع باندې د توپ مخه ونیوله.

او د عقابان د ټیم د دفاعې کرښې ښه لوبه د ۱ پر ۱ پایلې سره پای ته ورسیده. د عقابان هندوکش د ټیم شتون په نیمه پایلیز پړاو کې سل پر سله شوی دی په داسې حال کې چې شاهین آسمایی د سهیل ختیځ ټیم، آباسین څپې په وړاندې یو بریالیتوب یا مساوي پایلې ته اړتیا لري تر څو راتلونکي پړاو ته لاره ومومې.