نن، د ۱۳۹۸ کال، د وږی په اوومه، شاهین آسمایي، د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې پیاوړې لوبډله، د سپین غر بازانو د ځوان لوبډلې په وړاندې سیالۍ کوي. د افغانستان غوره لیګ په اتم څپرکې کې، دا د دواړو لوبډلو دوهمه لوبه ده. په خپله لومړۍ لوبه کې، شاهین آسمایي د عقابان هندوکش لوبډلې ته ۱-۰ ماته او د سپین غر بازان لوبډله د اباسین څپې لوبډلې ته ۱-۴ ماته ورکړه.

د شاهین آسمایي او د سپین غر بازان لوبډلو ترمینځ ننۍ لوبه د ماښام په ۶:۰۰ بجو، د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې پیل کیږي.

د پچي اچونې له مخې، دا دواړه لوبډلې د اتم څپرکې په (ب) ډله کې ځای په ځای شوي دي.

د نن ورځې لوبه د دواړو لوبډلو لپاره مهمه ده. د هرې لوبډلې لپاره ګټه دا آسانه کوي چې د سیالۍ راتلونکې مرحلې ته لاړ شي. شاهین آسمایي، د پلازمینې استازی، د افغانستان غوره لیګ یو له پیاوړو کاندیدانو څخه دی، چې څو ملي لوبغاړي په ترکیب کې لري. د سپین غر بازان لوبډله هم د افغانستان غوره لیګ اتل پاتې شوی، چې پدې فصل کې یې په ترکیب کی خورا بدلونونه راغلی او په یو نوي تکتیک سره سیالي کوي. 

د شاهین آسمایي د مشر روزونکي الیاس منوچهر په وینا: د شاهین آسمایي لوبډله تل د غوره لیګ اتلولي ترلاسه کولو لپاره میدان ته ځې او د اتلولۍ لپاره اصلي سیالي کونکی دی او راتلونکې پړاو ته بې له کومې ماتې ستنیږي.

دغه سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان اف ام او آراکوزیا راډیوګانو له لارې خپرېږي. تاسې کولای شئ د اتم څپرکې سیالۍ په افغانستان غوره لیګ رسمي فیسبوک پآڼې کي په ژوندۍ بڼه وګورئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل د خوښي لوبغاړو او لوبډلو په زړه پوري انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (www.instagram.com/afghanpremierleague.official/)  کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.