د افغانستان غوره لیګ د درېمې اونۍ د درېمې ورځې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له دیارلسمې نېټې سره سمون خوري، له سویل ختېځه د اباسین څپې او له کابله د شاهین آسمایي لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې  تر سره شوه چې په پایله کې لوبه درې د صفر پر وړاندې د شاهین آسمایي  په ګټه پاې ته ورسېده چې نوموړي لوبډلې د لومړي ځل لپاره ددې لیګ دغه سیالي ترلاسه کړه.

دا لوبه هم د دې لیګ د تېرو اونیو د لوبو په شان ماسپښین مهال په درې بجو او دېرشو دقیقو سره پیل شوه ،په پیل کې داسې انګیرل کېده چې د اباسین څپې لوبډله چې  لوبغاړي يي د دنګو اونو لرونکي هم دي ، دا سیالي به ترلاسه کړي خو د لوبې په اوږدو کې د شاهین آسمايي لوبډله د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې ښه وځلېده او د لوبې په دوهمه نیمايي کې یې د آباسین څپې لوبډله  ترسختو حملو لاندې راوسته چي لومړي اودریم ګول د ۱۳ شمېرې درلودونکي، رامین سادات لخوا په نه دېرشمه ۳۹ او نه شپېتمه۶۹ دقیقه کې او دوهم ګول د ۹ شمېرې درلودنکي، علی میسم اکرمي لخوا په دوه پنځوسمه ۵۲ دقیقه کې  د شاهین آسمایي لوبډلې په ګټه ترسره کړ چې په پایله کې لوبه درې د صفر پر وړاندې د شاهین آسمایي  په ګټه پاې ته ورسېده چې نوموړي لوبډلې د لومړي ځل لپاره ددې لیګ دغه سیالي ترلاسه کړه، خو د لوبې په اوږدو کې دآباسین څپې لوبغاړو ته چې د دیارلسمې شمېرې درلودونکي عید مرجان ظاهري او ۲۱ شمېرې درلودونکي عبدالمقیم متین ته او همدارنګه د شاهین آسمایي د ۱۱ شمېرې درلودونکی توریالي علي زاده ته زیړ کارتونه ورکړل شول او رامین سادات چې د شاهین آسمایي لوبډلې د ۱۳ شمېرې درلودونکی دی د لوبې دغوره لوبغاړی په حیث وپېژندل شو.

دا په داسې حال کې ده چه د همدې لیګ په تېرو سیالیو کې د اباسین څپې لوبډلې د سپین غر بازان لوبډلې څخه د صفر د یو پر وړاندې او له میوند اتلان لوبډلې څخه صفر د درې پر وړاندې ماتې خوړلې وه او د شاهین آسمایې لوبډلې هم په تیرو سیالیو کې د میوند اتلان لوبډلې څخه یو د درې پر وړاندې او له سپین غز بازان لوبډلې څخه صفر دیو پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

نیاز محمد احمدزئ-دافغانستان فټبال فدراسیون لوبغالی-کابل