د افغانستان غوره لیګ د څلورمې اونۍ د نېمه پای لوبو دوهمه سیالي د جمعې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له یویشتمې نیټې سره سمون خوري د طوفان هرېرود او سپین غربازان لوبېډلو تر منځ د افغانستان فټبال فدراسیون په لوبغالي کې د زرګونو نندارچیانو په وړاندې ترسره شوه چې په پایله کې لوبه ۱۰/۰ لس د صفر په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پای ته  ورسېده اود ۸ شمېرې درلودونکی وحید ندیم د لوبې غوه لوبغاړی ،غوره شو.

د تېرې ورځې په څېر دا لوبه هم ماسپښین مهال په ۲:۳۰ سره پیل شوه، لوبې ته د راغلو نندارچیانو شمېره د تېرو ورځو په پرتله زیاته وه او سیالو لوبډلو د نندارچیانو په اند ډېره په زړه پورې لوبه روانه کړې وه ،د لوبې په پیل کې، طوفان هرېرود په خپلې سیالې لوبډلې سختې حملې روانې کړې وې تر څو و کولای شي چې خپله سیاله لوبډله تر تاثیر لاندې راولي او ددې ورځې سیالي هم خپله کړي ، دواړه لوبډلې د خپلو مېنه  والو لخوا له ګرم تشویق سره ملې وې ، خو د لوبې په لوبه کې د طوفان هرېرود لوبډلې ښه وړتیا وښوده او وه یې کولای شو چې په لومړی او دوهم ګول سره خپله سیاله لوبډله تر تاثیر لاندې راولي ،لومړی ګول د ۱۰ شمېرې درلودونکي غلام رضا یعقوبي لخوا د لوبې په دوه ویشتمه دقیقه کې او دوهم ګول د ۱۴ شمېرې درلودونکي معروف محمدي لخوا په نه دېرشمه دقیقه کې  چي په ډيره ښه وړتیا سره يې له  درې سیالانو خپل بال تېر او د طوفان هرېرود په ګټه یې ګول يې ترسره کړ، سپین غربازان ته په ۴۶ دقیقه کې د فینالټي چانس برابر شو چې ګول ترسره کړي خو د سیالې لوبډلې د ۲۱شمېرې دلودونکي محمد یما یحی زاده ګولکیپر یې کلکه دفاع وکړه او بال یې له ګول څخه واړه وه، د لوبې تر لومړۍ نیمایي پورې، لوبه ۲/۰ دوه دصفر په وړاندې د طوفان هرېرود په ګټه روانه وه، د لوبې په دوهمه نېمايي کې د لوبې دریم ګول  په ۴۹ نه څلویښتمه دقیقه کې د ۱۱ شمېرې درلودونکي حمېدالله کریمي لخوا د ،د لوبې څلورم ګول په ۵۵پنځه پنځوسمه دقیقه کې د ۱۰ شمیرې درلودونکي غلام رضا یعقوبي لخوا،پنځم ګول په ۵۶ شپږپنځوسمه دقیقه کې د ۸ شمېرې درلودونکي  وحید ندیم لخوا،په ۵۷ اوه پنځوسمه دقیقه کې شپږم ګول د ۱۱ شمېري درلودونکي حمېدالله کریمي لخوا ، اوم ګول د لوبې په ۷۱ یواویایمه دقیقه کې د ۱۵ شمېرې درلودونکي  مجید کریمي لخوا او اتم ګول په ۸۳ درې اتیایمه دقیقه کې د ۱۶ شمېرې درلودونکي حامد جازمي ، د لوبې نهم ګول په ۸۴ څلوراتیا یمه دقیقه کې د ۱۰ شمېرې درلودونکي غلام رضا یعقوبي او د لوبې لسم ګول په ۸۷ اوه اتیایمه دقیقه کې د۷ شمېرې درلودونکي محمد رفیع لخوا ترسره شو چې یاد شوي ټول لس واړه ګولونه د طوفان هرېرود په ګټه ترسره شول او لوبه ۱۰/۰ لس د صفر په وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پای ته ورسېده،په دغه سیالي کې د سپین غر بازان لوبډلې درې لوبغاړو ته د لوبڅار لخوا  یو یو زېړ کارت ورکړل شو او یو لوبغاړي ته سور کارت وکړل شو، د طوفان هریرود لوبډله په ۱۵ زره امریکايی دالرو وه نازول شوه چي په دغو ۱۵ زرو دالرو کې یواځې ۵ زره دالر د دبلخ والي عطا محمد نور لخوا ورکړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې طوفان هریرود د همدې لیګ په تېرو سیالیو کې  سیمرغ البرز ته ۴/۱ څلور د یو پر وړاندې ،عقابان هندوکش ته ۴/۰ څلور د صفر پر وړاندې اوموجهای امو ته ۴/۰ څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه ، اوسپین غربازان د شاهین آسمایی ته ۱/۰ یو د صفر په وړاندې او اباسین څپې ته هم ۱/۰ یو د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه خو له میوند اتلان سره ۱/۱ یو د یو پر وړاندې سره برابره شوې وه.