د افغانستان غوره لیګ د څلورمې اونۍ د نیمه پای لوبو لومړی سیالۍ د پنجشنبې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له شلمې نېټې سره سمون خوري د افغانستان فټبال فدراسیون په لوبغالي د زرګونو ننداچیانو په وړاندې د میوند اتلان او سېمرغ آلبرز لوبډلو تر منځ تر سره شوه چې په پایله کې لوبه ۲/۱ دوه د یو په وړاندې د سېمرغ آلبرز په ګټه پاي ته ورسېده.

لوبه د تېر په خلاف ماسپښین مهال په ۲:۳۰ سره پیل شوه، دواړو لوبډلو ښه سیالي روانه کړې وه تر څو وکولای شي چې ددغه غوره لیګ پای لوبو ته لار پیداکړي ، د لوبې پیل کې دېری ننداچیانو داسې انګېرله چې ددې لوبې بریا به د میوند اتلان په برخه شي  ځکه چې نوموړې لوبډلې په خپلو تېرو درې سیالیو کې يې خپلو سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړې وه او د ۷ امتیازو څښتنه شوې وه او دغه سیاله لوبډله يې د ۶ امتیازو څښتنه وه خو د لوبې په شپږویشتمه دقیقه کې لومړی ګول او په دوه پنځوسمه دقیقه دویم ګول د لسمې شمېرې درلودونکي منېرالحق ندیم لخوا د سېمرغ آلبرز په ګټه ترسره شو،نوموړی په ددوه شپیتمه دقیقه کې د بل ګول کولو ښه هڅه وکړه خو هدف یې ترلاسه نشو کړای، د لوبې دریم ګول په پنځه اویایمه دقیقه کې د ۸ شمېرې درلودونکي عبدالواحد نورزی لخوا د میوند اتلان په ګټه ترسره کړ، چې په پایله کې لوبه ۲/۱ دوه د یو په وړاندې د سېمرغ آلبرز په ګټه پاي ته ورسېده او د سیمرغ آلبرز لوبډلې څخه د ۱۰ شمېرې درلودونکی منېرالحق ندیم د لوبې غوه لوبغاړی انتخاب شو.د لوبې په اوږدو کې د سېمرغ آلبرز لوبډلې څخه د  ۴ شمېرې درلودنکي ثمرالدین سنایي ته  د لوبڅار لخوا زیړ کارت وکړل شو، د لوبې په اوه شپېتمه دقیقه کې د نوموړې لوبډلې څخه د ۱۶ شمېرې درلودونکی عباس عباسي او په اتیایمه دقیقه کې د ۷ شمېرې درلودونکی محمد حسین محمدی په لوبه کې ژوبل شول

دا په داسې حال کې ده چې د میوند اتلان لوبډلې د همدې لیګ د تېرو اونیو په سیالیو کې یی شاهین آسمایی ته ۳/۱ درې د یو پر وړاندې، اباسین څپې ته ۳/۰ درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه او له سپین غربازان لوبډلې سره ۱/۱ یو د یو پر وړاندې برابره شوې، خو د سیمرغ البرز لوبډلې د  طوفان هریرود څخه ۱/۳ یو د درې پر وړاندې ماتې خوړلې وه،ولې موجهای آمو لوبډلې ته یې ۴/۲ څلور د دوه پر وړاندې او عقابان هندوکش لوبډلې ته یې ۲/۱ دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

 نیاز محمد احمدزی-کابل