د افغانستان غوره لیګ د درېمې اونۍ د دوهمې ورځې سېالۍ د چهارشنبې په ورځ چې د روان کال د تلې میاشتې له دولسمې نېټې سره سموون خوري د عقابان هندوکش او سیمرغ آلبرز لوبډلو تر منځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې تر سره شوه چې په پایله کې لوبه د دوه د یو (۲/۱) پر وړاندې د سیمرغ آلبرز په ګټه پای ته ورسیده او نوموړې لوبډله ددې ورځې اتله شوه.

لوبه  د چهار شنبې په ورځ ماسپښین مهال د معمول مطابق په درې بجو او دېرشو دقیقو پیل شوه او ۹۰ دقیقې یې دوام وکړ، د لوبې په اوږدو کې دواړو لوبډلو ښه سیالي روانه کړې تر څو وکولای شي دغه سیالي په خپله ګټه واړوي خو تر لومړې دمې یعنې تر پنځه څلویښتمې دقیقې پورې یوې لوبډلې هم ونشو کولای چې کوم ګول په خپله ګټه ترسره کړي ،  ولې د لوبې په دوهمه نیمايي کې سیالي سخته شوه  او د سیمرغ آلبرز لوبډله ښه وځلیده چې لومړی ګول د ۹ شمېرې درلودونکي امید نصیب لخوا په اته څلویښتمه دقیقه کې او دوهم ګول په څلورپنځوسمه دقیقه کې د لسمې شمېرې درلودنکي منیرالحق ندیم لخوا د سیمرغ آلبرز لوبډلې په ګټه ترسره کړاو د لومړی ګول لپاره د بال لېږدونکی هم منیرالحق ندیم وه خو د لوبې په دوه ویشتمه دقیقه کې یو زیړ کارت د لوبڅار لخوا منیرالحق ندیم ته هم ورکړل شوی وه ، ولې دریم ګول د ۴ شمېرې درلودونکي غفور اسیر لخوا په دوه اویایمه دقیقه کې د عقابان هندوکش لوبډلې په ګټه ترسره شو،یو زیړ کارت د عقابان هندوکش لوبډلې د ۱۰ شمېرې درلودونکي عبدلصبور اسیر ته په څلواویایمه دقیقه کې او د همدې لوبډلې د ۹ شمېرې درلودونکي زمری سالنګي ته د لوبې په وروستیو کې سور کارت ورکړل شو،چې په پایله کې لوبه د دوه د یو (۲/۱) پر وړاندې د سیمرغ آلبرز په ګټه پای ته ورسیده او نوموړې لوبډله ددې ورځې اتله شوه.

فیاض عزیزي چې د سیمرغ آلبرز د لوبډلې د یوولسمې شمېرې درلودونکی دی د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې لیګ د لومړی اونۍ د دوهمې ورځې په سیالۍ کې دعقابان هندوکش لوبډله د موجهای آمو لوبډلې سره د دوه په دوه پر وړاندې مساوي شوې وه او د همدې لیګ د دوهمې اونۍ د دویمې ورځې په سیالۍ کې د طوفان هریرود لوبډلې ته صفر د څلور پر وړاندې لوبه بایللې وه،خو د سېمرغ آلبرز لوبډلې د طوفان هرېرود لوبډلې څخه دهمدې لیګ د لومړی اونۍ د څلورمې ورځې په سیالۍ کې ،یو د دریو پر وړاندې ماتې خوړلې وه او ددې لیګ دوهمې اونۍ د څلورمې ورځې په سیالۍ  کې د  سېمرغ آلبرز  لوبډلې د موجهای آمو لوبډلې ته د څلور د دوه ګولو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

نیاز محمد احمدزی-کابل