د افغانستان غوره لیګ د دریم مقام د لاسته راوړلولپار،لوبه نن د پنجشنبې په ورځ چې د ۱۳۹۱ کال د تلې له اوه ویشتمې نېټې سره سمون خوري د سپین غربازان او میوند اتلان لوبډلو ترمنځ  دافغانستان فټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه چې په پایله کې لوبه درې د دوه پر وړاندې د میوند اتلان په ګټه پای ته ورسېده او د دهمدغې لوبډلې د ۹ شمېرې درلودونکي فیض محمد فیضي د لوبې غوره لوبغاړي ،غوره شو

دغه لوبه ماسپښین مهال په دوه بجو او دیشرو دقیقو(۲:۳۰  )سره پیل شوه ، دواړو لوبډلو یو دبل په وړاندې ښه سیالي روانه کړه  ترڅو په یاد لیګ کې دریم مقام دځان کړي،یادو لوبډلو یو پر بل باندې سخت بریدونه پیل کړل ترڅو خپله سیاله لوبډله تر تاثیر لاندې راولي ،هغه وه چې د لوبې په شپږمه او اومه دقیقه کې د لوبې لومړی او دویم ګول د سپین غربازان په ګټه ترسره شوچې لومړی ګول د ۱۷ شمېرې درلودونکي زیارمل نعیمي او دویم ګول د ۷ شمېرې درلودونکي فهیم افکار لخوا ترسره شو، د لوبې په اوه ویشتمه دقیقه کې زېړکارت د لوبڅار لخوا د سپین غربازان لوبډلې د ۴ شمېرې درلودونکي ته له دې کبله ورکړل شو چې نوموړي توپ سره خپل لاس وواهه  ولې د لوبې په نه ویشتمه ۲۹ دقیقه کې د لوبې دریم ګول په ازاد شوټ سره د ۱۷ شمېرې درلودونکي  اسدالله رضایي لخوا د میوند اتلان په ګټه ترسره شو،د لوبې څلورم ګول د ۹ شمېرې درلودونکي فیض محمد فیضي لخوا په څلورپنځوسمه دقیقه کې د میوند اتلان په ګټه ترسره شو چې له دې وروسته تر ۷۲دوه اویایمې دقیقې پورې لوبه دوه د دوه پر وړاندې ۲/۲ مساوي روانه وه ، د لوبې په دوه اویایمه دقیقه کې یو زیړ کارت د لوبڅار لخوا د سپین غربازان لوبډلې د ۸ شمیرې درلودونکي کاوس څرګند ته ورکړل شوچې ورپسې په درې اویایمه دقیقه کې د لوبې پنځم ګول د ۱۰ شمېرې درلودونکي مصطفی ژوبل لخوا د میوند اتلان په ګټه ترسره شو ، چې په پایله کې لوبه درې د دوه ۳/۲  پر وړاندې د میوند اتلان په ګته پای ته ورسېده او د میوند اتلان لوبډلې څخه د ۹ شمېرې درلودونکي فیض محمد فیضي د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو د ،

د لوبې په نه اویایمه دقیقه کې یو زیړ کارت د لوبڅار لخوا د ۱۷ شمېرې درلونکي اسدالله رضایي ته ورکړل شو

دا په داسې حال کې ده چې د همدغه غوره لیګ د دریمې اونۍ په سیالیو کې ،د سه شنبې په ورځ چې د روان کال د تلې له یوولسمې نیټې سره يې سمون درلوده، نوموړې لوبډلې سره ،یو د یو پر وړاندې برابرې شوې وې.

نیاز محمد - کابل