د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ د عقابان هندوکش لوبغاړو ټاکنې لپاره د پنجشېر ولایت د مارشال محمد قسیم فهیم لوبغالې کې په لاره واچول شو. دې ټورنمنټ کې، ۵ لوبډلو د پنجشېر، کاپیسا، بامیان، پروان، او ډایکنډي هېوادونو څخه ګډون کړی وو. 

عقابان هندوکش د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالیو کې، په ډله‎ییز پړاو کې یوازې یوه بریا ترلاسه کړه او د ۴ امتیازونو ترلاسه کونې سره یې و نه شو کولای د هغې څپرکې نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. 

له دې لوبډلې څخه تمه کېدل چې د افغانستان روشن ۱۳۹۵ کال ټورنمنټ د کافي چمتووالې سره پيل کړي تر څو د هغو د تېرو کلونو نیمګړتیاوې جبران شي. فیصل سلطاني او عمران ولي‎زاده، د شاهین آسمایي دوه پېژندل شوي لوبغاړي، ۱۳۹۵ کال کې د دې لوبډلې سره یو ځای شوه تر څو دا لوبډله لا زیاته پیاوړې شي.

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پچې‎اچونې له مخې، دې لوبډلې په «ب» ډلې کې ځای وموند، چېرته چې یې باید د موج‎های آمو، د سپین‎غر بازان، او سیمرغ البرز سره سیالۍ کړې وای. 

له‎خواشینۍ سره، عقابان د خپل پنځم څپرکې لومړۍ سیالۍ د یوې ۰ – ۱ ماتې سره د موج‎های آمو پر وړاندې پیل کړه او خپله دوهمه سیالۍ یې د سپین‎غر بازان پر وړاندې د مساوي پایلې سره سر ته ورسول. که عقابان خپلې دریمې سیالې کې د خپل پیاوړي سیال، سیمرغ البرز پر وړاندې ۱ – ۲ پایلې سره ماتې نه وای خوړلې، نو نیمه‎پایلني پړاو کې د ګډون لپاره د دې لوبډلې چانسونه ډېر زیات وه. 

عقابان په ټوله‎ییزه توګه یوازې  د ۴ امتیازونو ترلاسه کونې سره و نه شو کولای د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه‎پایلني پړاو ته لارې ومومي. 

د عقابان هندوکش د سیالیو په زړه‎پورې شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټيوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ دي. د عقابان هندوکش او د افغانستان روشن غوره لیګ په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، www.afghanpremierleague.com ته مراجعه وکړئ. د دې لوبډلې د لا زیاتو انځورنو لیدنې لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه، Afghanpremierleague.official لایک کړئ.