۱۷ وږی, ۱۳۹۶

د میوند اتلان د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه د ۴ – ۲ پایلې سره پای ته ورسول

د افغانستان فوټبال فډراسیون اسټیډیوم نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۷ نېټه د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د ډله‎ییز پړاو د دوهمې سیالۍ کوربه وو.

۱۷ وږی, ۱۳۹۶

د طوفان هریرود او د میوند اتلان تر منځ سیالۍ

د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې د اتلولۍ ټورنمنټ د ډله‎ییز پړاو دوهمه سیالۍ، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

۱۶ وږی, ۱۳۹۶

شاهین د ۴ – ۳ پایلې سره د سپین‌غر بازان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شپږم څپرکې د پیل مراسمو وروسته، شاهین آسمایي لوبډله په یوې سیالۍ کې د سپین‎غر بازان پر وړاندې ولوبېدل چې په کې د فوټبال ۶۵۰۰ څخه زیاتره مینه‎والو ګډون درلود.

۱۶ وږی, ۱۳۹۶

د سپین غر بازان د ۱۳۹۵ کال د اتل پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال د پيل مراسم، نن د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي.

۱۵ وږی, ۱۳۹۶

د افغانستان غوره لیگ د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه په لاره اچول کېږي

د افغانستان غوره لیګ په یو رسنیز کنفرانس کې د افغانستان غوره لیګ د اتلولۍ ټورنمنټ د پیل نېټه د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۱۶ نېټه له غرمې نه مخ کې په ۰۲:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټوډیوم کې اعلام کړه.
په دې رسنیز کنفرانس کې، ښاغلی یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فدراسیون تخنیکي مرستیال، ښاغلی شفیق ګوهري، د افغانستان غوره لیګ کمېشنر، شفیع شریفي، د روشن د اداري چارو رییس، او عبدالواحد واحدیار، د پامیر ګروپ شرکتونو ټولګې استازی، ګډون درلود.

۳۰ زمری, ۱۳۹۶

د غوره لیګ لوبډلې کابل ته ورسېدې

د لس ورځني سیمه‎ییز تمریني کمپونو تېرونې وروسته چې سږ کال د افغانستان غوره لیګ له خوا د لوبډلو د ظرفیتونو او وړتیاوو لوړوالې په موخه په لاره اچول شوي وه، اوس‎مهال د غوره لیګ اته پایلني لوبډلې کابل ښار ته ورسېدې. ټاکل شوې چې دا لوبډلې د افغانستان فوټبال فډراسیون او غازي سټوډیوم په لوبغالو کې خپل تمرینونه له سره پیل کړي.

۱۹ زمری, ۱۳۹۶

د غوره لیګ شپږم څپرکې لپاره د عقابان هندکش لوبډلې چمتووالې

د عقابان هندوکش لوبډلې ۲۱ غوره لوبډلو د ټاکنې په موخه د افغانستان غوره لیګ مرکزي زون سیمه‎ییز ټورنمنټ (د غوره لیګ شپږم څپرکې په لور) سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۲۵ نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې د پنجشېر

۱۷ زمری, ۱۳۹۶

د اباسین څپې د ۲۱ غوره لوبغاړو نوملړ پایلنی شو

د افغانستان غوره لیګ ۱۳۹۶ کال سهیل‎ختیځ زون سیمه‎ییز ټورنمنټ (د غوره لیګ شپږم څپرکې په لور) سیالۍ د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۲۵ ڼېټې څخه د چنګاښ تر ۲۹ ڼېټې په کابل ښار کې، د افغانستان فوټبال فډراسیون په

۳ زمری, ۱۳۹۶

د موج‎های آمو لوبډلې ۲۱ غوره لوبغاړو نوملړ پایلنی شو

د تخار ولایت تالقان ښکلی ښار دې ځل د افغانستان غوره لیګ شمال ختیځ زون ۴ ورځني ټورنمنټ، د غوره لیګ په لور – شپږم څپرکې، کوربه وو. دا سیالۍ د موج‎های آمو ۲۱ غوره لوبغاړو ټاکنې لپاره د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۱۸ نېټې څخه د چنګاښ تر ۲۱ نېټې پورې د تخار سټوډیوم کې په لاره واچول شوې. کندز، بدخشان، امېد تخار، بغلان، او آرمان تخار هغه لوبډلې وې چې په دې سیالیو کې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې.

۱ زمری, ۱۳۹۶

د سیمرغ البرز لوبډلې ۲۱ غوره لوبغاړو نوملړ پایلنی شو

د افغانستان غوره لیګ سیمه‎ییز ټورنمنټ، شمال زون، د غوره لیګ په لور – شپږم څپرکې سیالۍ، د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ له ۱۰ نېټې څخه د چنګاښ تر ۱۴ نېټې پورې د سمنګان ولایت ایبک ښار کې په لاره واچول شوې.

Pages