د اخلدین توردیو لوبغاړو د تېر کال اتل لوبډلې، شاهین آسمایي پر وړاندې په یوې هیجانوونکې سیالۍ کې خپل سیال ته د ۲ – ۰ پایلې سره ماتې ورکړه. دا د غوره لیګ د ډله‎ییز پړاو پنځمه سیالۍ وه چې د افغانستان فوټبال فدراسیون په سټوډیوم کې په لاره واچول شوه.

شاهین آسمایي د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکی د سپین‎غر بازان پر وړاندې یوې غوره بریا سره پیل کړ. یادې سیالۍ کې شاهین آسمایي خپل سیال ته د ۴ – ۳ پایلې سره ماتې ورکړه. که څه هم، د هغو تالنده په اوسنۍ سیالۍ کې د هندوکش لوبډلې له‎خوا دفع شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په لوبغالې کې ټولو ننداره‎چیانو د شاهین آسمایي د ګولونو تمه درلودل؛ مګر، د هغه ګول سره چې زین الدین شریفي د لوبې په دوهمې دقې کې د خپلې لوبډلې په ګټه ترسره کړ، د شاهین پلویان لاس تر زنه پاتې شول.

بیا هم شاهین خپل ځواک له لاسه ور نه کړ او په پرله‎پسې توګه یې هڅه وکړه ترڅو دا ګول جبران کړي مګر د هغو هڅو هیڅ کومه پایله نه درلوده. د ۳۳ دقو وروسته، زمری سالنګي، د عقابان غوره بریدکوونکي، د دوهم ځل لپاره توپ د خپل سیال ګول کې د ننه کړ.

شاهین آسمایي لومړۍ نیمه د ۲ – ۰ پایلې سره پای ته ورسول. هغوی هیله‎من وه تر څو وکولای شي د لوبې دوهمه نیمه په خپله ګټه مخ ته بوزي. که څه هم، د ټولو شاټونو او هغو بریدونو سربېره چې یادې لوبډلې ډېر په ښه توګه ترتیب کړه، بیا یې هم هیڅ کوم ګول ترسره کړای نه شو.

عقابان هندوکش په دوهمې نیمې کې له خپل ګول څخه ډېر په غوره توګه ساتنه وکړه او په پای کې یې لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره په خپله ګټه پای ته ورسول. د غوره لیګ شپږم څپرکې کې دا د عقابان هندوکش لوبډلې لومړې بریا وه.

زبیر وجودي، د عقابان ګول‎ساتونکي د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. نوموړي ډېر په ښه توګه د خپلې لوبډلې له ګول څخه ساتنه وکړه. د سرشمېرنو پر اساس، عقابان ۴۰ سلنه توپ او میدان په واک کې درلود.

سبا، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۲۴ نېټه، د میوند اتلان د اباسین څپې پر وړاندې لوبېږي.

د دې سیالۍ د بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.