«شاهین آسمایي» او «د میوند اتلان» د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال تر ټولو هیجانوونکې او ستر، پایلنې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ځي. دا لوبه د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۹ نېټه، د جمعې په ورځ، له غرمې نه وروسته په ۰۲:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

۸ لوبډلو د افغانستان ۳۴ ولایتونو په استازېتوب د دې ټورنمنټ په ډله‎ییز پړاو کې سیالۍ وکړې چې په پای کې، ۴ لوبډلې، شاهین آسمایي، سیمرغ البرز، موج‎های آمو، او د میوند اتلان، نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل.

شاهین آسمایي، د کابل استازي، د ۲ بریاوو او ۱ ماتې سره نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. په دوام کې، طلایي اغوستونکو په دې پړاو کې خپل تګ لوبې کې وکولای شو، ۸ ځله د سیمرغ ګول خلاص کړي. په داسې حال کې چې په راتګ لوبې کې، شاهین د ۲ – ۳ پایلې سره د سیمرغ مغلوب شو خو دا ځنډېدونکې بریا د شمال استازي لپاره د ګټې وړ نه شوه. شاهین د ۶ ګولونو توپیر سره، وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ ته لاره ومومي. 

مجتبی فیض، د شاهین مرستندوی روزونکي په هغې رسنیزې غونډې کې چې له پایلنې سیالۍ نه مخ کې په لاره واچول شوه، د میوند پر وړاندې د خپل بریا په اړه ډاډ ورکړ. هغه وایي: «موږ د خپل سیال پر وړاندې د ۴-۴-۲ تلن‎لارې سره لوبېږو». د شاهین ۵ اړین لوبغاړي – کاوش حیدري، سمیع الله محمدي، زین‎الدین شریفي، عبدالله عبدالي، او جمیل نصیري – په ویټنام کې د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په ترکیب کې د ګډون لپاره، نه شي کولای په پایلنې سیالۍ کې د میوند پر وړاندې د خپلې لوبډلې په ترکیب کې ووسي. 

د میوند اتلان، د سهیل او سهیل ختیځ حوزې استازی، ډېر ښه چانس ترلاسه کړ او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال نیمه‎پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. دې لوبډلې د نیمه‎پایلني پړاو په بهیر کې وکولای شو په خپل ۲ تګ او راتګ لوبو کې د ۳ – ۲ او ۲ – ۰ پایلو سره موج‎های آمو ته ماتې ورکړي. میوند په دې څپرکې کې ډېر ښه ځلېدلی. 

وحیدالله وحیدي، د میوند مرستندوی روزونکي په تېرې رسنیزې غونډې کې وویل: «موږ د خپل تېرو سیالیو ټولې کمزورې ټکې ډېر ځیر سره ارزولي او د هغو له منځه وړو لپاره مو ټوله اړین کارونه ترسره کړي او زموږ لوبغاړي په دې سیالۍ کې د بریا لپاره بشپړې چمتووالې لري.»

د دې سیالۍ ننداره له لاسه مه ورکوئ! دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب‎پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې خپرېږي. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیالیو او د دې لیګ لوبډلو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) پاڼې ته مراجعه وکړئ.