د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې یوه بله هیجانوونکې سیالۍ په لاره ده. د افغانستان غوره لیګ دوې نامتو لوبډلې، د میوند اتلان او شاهین آسمایي نن، د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۵ نېټه له غرمې نه وروسته په ۰۵:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالې کې د یو بل پر وړاندې ځي. د فوټبال زرګونه مینه‎وال له نږدو څخه د دې سیالۍ د نندارې لپاره سټوډیوم ته راځي. 

د افغانستان غوره لیګ ډله‎ییز پړاو وروسته له یو لړ ډېرو حساسو سیالیو، د شاهین آسمایي، د میوند اتلان، د سپين‎غر بازان او سیمرغ البرز لوبډلو نیمه‎پایلني پړاو ته لاره وموندل. د نوموړي لوبډلو مینه‎وال د هرې یوې لوبډلې د هیجانوونکي لوبې څخه لاس تر زنې پاتې شوي وه. په داسې حال کې چې، یوازې د شاهین آسمایي او د میوند اتلان لوبډلو د نوملړ په سر کې ځای وموند او د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې پایلني پړاو ته یې لاره وموندل. 

د میوند اتلان د افغانستان غوره لیګ د نیمه‎پایلني پړاو تګ سیالۍ کې، خپل سیال د سپین‎غر بازان لوبډله د ۲ – ۰ پایلې سره مغلوبه کړه او وروسته له هغه یې راتګ سیالۍ د ۰ – ۰ پایلې سره پای ته ورسول. په داسې حال کې چې بلې فینالیسټ لوبډلې، شاهین آسمايي، په تګ او راتګ سیالیو کې په ترتیب سره د ۱ – ۰ او ۴ – ۳ پایلې سره خپل سیال سیمرغ البرز ته ماتې ورکړه. په پرلپسې توګه دا دوهم ځل دی چې د سهیل زون استازې په پایلنې سیالۍ کې د پلازمېنې د استازې پر وړاندې ځي. 

فیض محمد فیض، د اتلان کپټان وویل: «موږ د افغانستان غوره لیګ د پنځم څپرکې پایلنې سیالۍ کې شاهین ته د ۲ – ۱ پایلې سره ماتې ورکړه. زه باور لرم، دا به ډېر د ستاینې وړ لوبه وي. زموږ د لوبډلې په ترکیب کې اوس د تکړه لوبغاړو سره، زه باور لرم چې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې اتلولۍ سرلیک به اتلان ګټي» ښاغلي فیض زیاته کړه: «اتلان لوبډله د دې سیالۍ لپاره په بشپړه توګه چمتو ده.»

سږ کال، د افغانستان غوره لیګ دوه ځله اتل او یو ځل دویم مقام ګټونکې، شاهین آسمایي اوس په شپږم څپرکې کې د خپل ځینې تکړه لوبغاړو، امرالدین شریفي، د دې لوبډلې غوره بریدکوونکی چې اوس د اتلان په ترکیب کې ځای لري، همدارنګه حشمت الله بارکزي، او سید ناصر حسیني په نه شتون کې د خپل سیال پر وړاندې ځي. ښايي چې د نن ورځې سیالي د شاهین لپاره ډېره ګرانه وي. که څه هم، تمه کېږي چې دا لوبډله د بېل تلن‎لارې سره میدان کې څرګنده شي. د لوبډلې روزونکي، مجتبی فیض وویل: «په داسې حال کې چې نورې لوبډلې تمه کوي چې پایلني پړاو ته لاره ومومي؛ شاهین آسمایي د بریا په تمه ده.»

پایلنې سیالي او د افغانستان غوره لیګ د شپږم څپرکې پایلني مراسم په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. مینه‎وال کولای شي دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د غوره لیګ یوټیوب پاڼې او د ټولنیزو رسنیو نورو آنلاین پلټ‎فارمونو له لارې خپرېږي. 

د افغانستان غوره لیګ د سیالیو او د پایلنې سیالۍ په اړه لا زیات معلوماتو لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي وېب‎پاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ. د دې سیالیو بشپړ کلیپونه، غوره شېبې او لنډ کلیپونه د لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) څخه لیدنه وکړئ. د خپل په زړه‎پورې لوبډلو او لوبغاړو د انځورونو نندارې لپاره (afghanpremierleague.official) ته مراجعه وکړئ.